پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه راستانه شوي کډوال شکایت کوي، چې د سرپناه له جدي ستونزو سره مخ دي او ډېری کورنۍ په داسې کرایي کورونو او بې سرپناه ځایونو کې ژوند کوي چې نه د څښاک پاکې اوبه لري او نه هم د اوسېدو مناسبې اسانتیاوې، خو په وینا یې چې د مجبوریت له امله پکې شپې او ورځې تېروي.
د معلوماتو له مخې د ۱۴۰۴ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د سرپناه د برابرولو په موخه د ښارګوټو د جوړېدو چارې پیل شوې. دغه ښارګوټي د طالبانو د ریاستالوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له لوري د ګڼ شمېر خلکو په حضور کې پرانیستل شول او ویې ویل، چې په پکتیا ولایت کې یاد ښارګوټی د ۲ زره جریبه ځمکې په ساحه کې او په پکتیکا کې د ۳ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکې پر سر جوړېږي، چې په عملي توګه به پکې راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې لپاره ځمکې ووېشل شي.
خو، طالبانو د دغه ښارګوټو له پرانیستو سره سره تر اوسه کډوالو ته ځمکې نه دي ویشلي او راستنې شوې کورنۍ وایي، چې طالب مسوولین ورسره یوازې تکراري ژمنې کوي، خو عملي ګام نه پورته کوي. دوی زیاتوي، که څه هم په پاکستان کې له سختو شرایطو سره مخ وو، خو اوس په خپل وطن کې یې هم د ژوند د پیل لپاره هېڅ ډول عملي مرستې نه دي ترلاسه کړي.
نور رحمان چې د پکتیکا د مرکز ښرنې اوسیدونکی دی شاوخوا یو کال وړاندې له پاکستان څخه په زور را شړل شوی، اوس د ښار اړوند د ژمي یخې شپې او ورځې له خپلو ماشومانو سره په داسې یو کور کې تېروي چې کوټې یې کړکۍ او دروازې نه لري.
نوموړی زیاتوي، چې له پاکستان څخه په زور راشړل شوی او پاکستاني پولیسو ورته د ډیر څه د لیږد اجازه نه ده ورکړې او هیواد ته په راستنیدو ورسره ژمنه وشوه چې د سرپناه لپاره به ورته ځمکه ورکول کېږي، خو یاده ژمنه لا هم نده عملي شوې.
هغه وویل: «په پاکستان کې مو ژوند روان و، خو په زور یې را وشړلو دلته مو تاسو خپله وینئ چې ځنګه ژوند مو دی. ژمی هم دی په دې کور کې ژوند سخت دی ور ورسۍ نه لري. موږ خو دلته ډېر بلد هم نه یو خو څو وارې راته ویل شوي چې ځمکې درکوو، خو کومه ده تر اوسه هیڅ ونشول، هر وخت چې ولایت یا د مهاجرینو ریاست ته ورشو هغوی راته وعدې راکوي چې ځمکې درکوو خو زموږ د ژوند له ستونزو نه دي خبر.»
پکتیکا ته یو بل راستون شوی جمال الدین هم له ورته ستونزو سر ټکوي او وایي، چې له پاکستان څخه په دېر بد وضعیت کې را شړل شوي او اوس دلته په هیواد کې نه خپل کور لري او نه هم د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره کوم کاروبار شته چې ویې کړي.
نوموړی زیاتوي، چې هېواد ته راستنیدو سره سم یې یو څه اندازه نغدي مرسته ترلاسه کړې، خو له هغه وروسته ورسره هیڅ ډول مرستې نه دي شوي او اوس د ژمي په رارسیدو نه د خوراک لپاره څه لري او نه هم د کورونو د ګرمولو لپاره سون توکي لري.
د ده په وینا، چې طالبانو ورسره د سرپناه جوړیدو برخه کې ژمنې نه دي عملي کړي او دا مهال له مجبوریت څخه په یو کرایه کور کې ژوند کوي، خو په خبره یې چې د کورونو کرایې لوړې او پرې کول یې دوی له وس توان پورته دي.
جمال الدین وویل: «موږ چې څه لرل هغه مو ځینې پاکستان کې په نیمه بیه وپلورل او ځینې یې دغسې هلته پاتې شول. دلته چې راغلو په لومړیو کې یو څو روپۍ نغدي مرسته راسره وشوه خو بیا هیڅ مو نه دي لیدلي، کرایي کورونو کرایې بیخي قیمته دي ښار کې مو ځکه واړول چې یو کاروبار وکړم، خو کاروبارونه هم نشته د سرپناه ژمنه وشوه خو هیڅ عملي شوې نه ده.»

دغه راز پکتیا ته هم یو شمېر راستانه شوي کډوال له ورته ستونزو سره مخ دي او وایي، د ژمي تېرولو لپاره نه سرپناه، نه خوراک او نه هم د کورونو د ګرمولو لپاره توکي لري.
دې ولایت ته یو تن راستون شوی کریم خان وایي، چې د کډوالۍ یې دیرش کاله کېږي او دلته یې شته کور د جګړو له امله ویجاړ او اړ شوی چې په یو داسې کرایي کور کې واړوي چې نه پکې د څښاک اوبه شته، نه یې کوټې د اوسیدو دي او نه هم پکې ور او ورسۍ شتون لري، چې د یخنۍ له امله یې ماشومان ناروغان شوي دي. د ده په وینا، چې د سرپناه نشتون یې یوه تر ټولو لویه او اساسي ستونزه ده چې تر اوسه هم نه ده حل شوې.
هغه وویل: «څه شته چې موږ لرل هغه پاکستان کې سره ګدوډ شول له هغه ځایه د کډې راوړلو مصارف او د لارې کرایه هم بیخي زیاته وه اوس دلته مې کور نه لرلو، خپل پلرنی هغه خو په دا دیرشو کلو کې ړنګ شوی اوس مجبور یم په کرايي کور کې ژوند وکړم، د سرپناه جوړیدو برخه کې هر وخت راته وایي چې کېږي، خو تر اوسه هم نه ده شوې ولا نه پوهیږم چې ولې به ځمکې نه راکوي.»
موږ هڅه وکړه چې پکتیا او پکتیکا کې د کډوالو یادو ستونزو اړوند د طالب چارواکو نظر ترلاسه کړو، خو د څو ورځو انتظار وروسته بیا هم هغوی زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه غونډه کې ویلي و، چې په تېرو نهه میاشتو کې هیواد ته له پاکستان او ایران هېوادونو څخه شاوخوا دوه میلیونه کډوال راستانه شوي، خو ادعا یې وکړه چې ټولو راستنو شویو کډوالو ته د دوی حکومت د سرپناه غم خوړلی او ټولو ستونزو ته یې رسیدنه شوې ده.
