د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو له لیکو د تخار د پخواني امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع د ترور په تړاو پلټنې روانې دي.
ښاغلي بقایي نن (دوشنبه، ۸ د مرغومي) په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دا پېښه له لومړیو وختونو د ایران د امنیتي سرچینو له لوري په دقت پلټل کېږي.
ده ویلي چې داسې اقدام غندي او د اړتیا پر مهال به د ایران ډیپلوماټیکه دستګاه هم د دې موضوع په تړاو لاس په کار شي.
د تخار د پولیسو پخوانی امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ له یوه بل پخواني نظامي محمد امین الماس سره یو ځای د تهران په ولي عصر میدان کې په ډزو ووژل شو.
د تهران امنیه قومندان حسین خوش اقبال د شنبې په ورځ ویلي چې دوی د افغانستان د دې دوو پخوانیو نظامیانو وژنه پلټي خو تر اوسه «وروستۍ پایلې» ته نه دې رسېدلي.
ده ژمنه وکړه چې د یکشنبې په ورځ به د خپلو پلټنو پایلې اعلان کړي، مګر تر اوسه یې داسې کوم څه نه دې خپاره کړي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان یو بل پخوانی نظامي او د پخواني جهادي رهبر محمد اسماعیل خان نژدې کس هم د ایران په مشهد کې ترور شوی و.
د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه ادعا کوي چې دا ترورونه د طالبانو کار دي او ایران یې باید په جدیت وپلټي.
