ملګري ملتونه: د ۲۰۲۵ کال پر مهال ۲.۸ میلیون کډوال افغانستان ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال پر مهال ۲.۸ میلیون کډوال بیرته افغانستان ته راګرزېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي برنامې له قوله چې دا کډوال تر ډېره حده له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه راغلي او د یوه داسې هیواد کړکېچ نور هم زیاتوي چې له لسیزو بې ثباتۍ او طبیعي ناورینونو سره لاس او ګرېوان دی.

دې بنسټ ویلي چې ډېری راستنېدونکي کسان له ډېرې کمې شتمنۍ یا هم سپما سره راستنېږي او اکثریت وختونه د خپلې کورنۍ لپاره مېشتځای او د عاید سرچینه هم نه لري.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې ویلي چې دا سازمان د افغانستان د ځانګړي صندوق (ایس ټي ایف اې) په مالي ملاتړ د افغانستان په ختیځ کې دې ستونزې ته د رسیدګۍ او له کډوالو سره د مرستې لپاره د څو سازماني ګډې حل لارې پر عملي کولو کار کوي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي برنامې په راپور کې ویل شوي چې دا ګډه پروژه د بې ځایه شویو لپاره یو دایمي او اوږدمهالی حل دی او هغوی کولای شي چې له دې لارې عادي او له کوم تبعیض پرته ژوند وکړي چې اکثریت وخت له کډوالۍ سره مل وي.

د کډوالو په راستنېدو سره په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو کړکېچ او ورسره هممهاله بهرنۍ مرستې کمې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په سږني ژمي کې تر ۱۷ میلیونو زیات وګړي له حادې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او د لوږې او خوارځواکۍ کچه نوره هم ژورېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه