اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د یو حکم په صادرولو سره د دې ډلې یو شمېر والیان او د پولیسو قومندانان بدل کړي دي.
د دې حکم له مخې چې نن (پنجشنبه، ۱۱ د مرغومي) خپور شوی، د بامیان پخوانی والي عبدالله سرحدي د جوزجان د والي په توګه او د جوزجان پخوانی والي ګل حیدر شفق د بامیان د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو مشر د ۲۰۵ البدر قول اردو پخوانی قومندان ملا احمد شاه دیندوست، د سرپل ولایت د والي په توګه ټاکلی دی.
د هبت الله اخوندزاده د حکم له مخې، انځرګل عبدالله د لغمان د مرستیال والي په توګه، غلام رحمان حیدري د ننګرهار د مرستیال والي په توګه، مخدوم عبدالخبیر د سمنګان د پولیسو د قومندان په توګه، محمد اسماعیل فایز د لغمان د پولیسو قومندان په توګه، ملا عبدالله د سپین بولدک د کمیسار په توګه، سید محمد وارث د کندهار د لوړ میوند د ولسوال په توګه او احمد الله سالم د کندهار زون د حمایوي کنډک د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو مشر په یو جلا حکم کې د دې ډلې د دفاع وزارت ۱۵ چارواکي هم بدل کړي دي.
له کله نه طالبانو بیا ځل پر افغانستان کنټرول ترلاسه کړی، د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د چارواکو د ګوښه کولو او ټاکلو واک په خپل لاس کې اخیستی دی.
