د طالبانو د احصایې اداره: تېره میاشت د غوړو بیې ۱۳.۹ سلنه او د سبزیو ۲۹ سلنه لوړې شوې 

د طالبانو د ملي احصایې او معلوماتو اداره وايي چې د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې پر مهال د افغانستان په بازارونو کې د غوړو بیې ۱۳.۹ سلنه او د بېلابېلو سبو بیې ۲۹ سلنه لوړې شوې دي.

دې ادارې نن (پنجشنبه، د مرغومي ۱۱مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په همدې میاشت کې د خوړو د توکو بیې او د بېلابېلو غلو دانو نرخونه هم ۳.۵ سلنه زیات شوي دي.

د طالبانو ملي احصایې او معلوماتو ادارې همدارنګه ویلي چې په لیندۍ میاشت کې په افغانستان کې د درملنې لګښت ۱۷.۲ سلنه او د پوښاک بیې ۳.۱ سلنه لوړې شوې دي.

دې ادارې ویلي چې د لیندۍ میاشتې پر مهال د مصرفي توکو د بیو د شاخص میاشتنی انفلاسیون ۲.۸ سلنه و او د تېر کال د لیندۍ میاشتې په پرتله، د همدې میاشتې نقطه‌په‌نقطه انفلاسیون ۹.۶ سلنه زیات شوی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر نښتو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو تر تړل کېدو وروسته، په هېواد کې د خوړو د توکو، درملو او پوښاک بیې د لوړېدو په حال کې دي.

د طالبانو د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، په لړم میاشت کې هم د بېلابېلو غلو دانو بیې ۱.۳ سلنه، د غوښې بیې ۱.۶ سلنه، د مېوو بیې ۱۰.۳ سلنه، د سبو بیې ۲.۱ سلنه او د درملنې لګښت ۱۳.۹ سلنه زیات شوی و.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه