ننګرهار ته په دې وروستیو کې له پاکستانه په اجباري ډول راستنې شوې زرګونه کورنۍ چې اوسمهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې تر خېمو لاندې ژوند کوي، وايي د طالبانو حکومتي ادارو او مرستندویه بنسټونو ورسره بنسټيزې مرستې نه دي کړي.
د ننګرهار اوسېدونکی ۴۳ کلن ببرک چې دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راګرځېدلی، وایي له کله راهیسې چې هېواد ته راغلی په خېمه کې ژوند کوي او لا هم نه دي توانېدلي چې په مناسبې کرایې سره ځان ته کور پیدا کړي.
د هغه په وینا، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او دغه راز د بیرته راستنېدونکو یوه مهمه ستونزه، د سرپناه نشتون، بې روزګاري او په مناسبې کرایې سره کورونو ته نهلاسرسی دی.
ببرک زیاتوي: «درې میاشتې پوره کېږي چې د بهسود ولسوالۍ د ثمرخېلو په سرخ دېوال سیمه کې په دوو خېمو کې ژوند کوم، هوا ډېره سړه ده خپل کور او ځمکه نه لرو؛ که درلودی مو نو اوس به ولې دلته په خېمه کې اوسېدو کور پسې ګرځو، خو سخته ده چې کور را ته پیدا شي، که کوم پیدا کیږي، کرایه یې ډېره زیاته وي، کرایې یې درې برابره لوړې شوي، اصلن نه پیدا کیږي، ستونزې ډېرې دي.»
نوموړی د طالبانو پر حکومت او مرستندویه بنسټونو د نیوکې ترڅنګ وايي، چې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نهلري او ګڼو نورو ستونزو یې راتلوونکی له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی.
د هغه په وینا، دایمي سرپناه، اړینو روغتیايي خدماتو، ښوونیزو، کاري فرصتونو او بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه وویل: «پاکستان کې مو اولادونه پیدا شوي او هلته غټ شوي، دومره ستونزې چې دلته ورسره مخ یو اولادونو مو نه دي لیدلي، ټول ژوند مو په پاکستان کې تېر شوی، خو پاکستان کې هم له افغانانو سره ډېر تعصب کېده، ټوله شتمني مو هلته پاتې شوه، زمونږ پیسې یې را نه کړې، یوازې همدومره وشو چې د لارې کرایه مو شوه او بس اوس دلته د خدای هیلې ته ناست یو نه کار شته او نه پېسې.»
د ننګرهار کامې ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۰ کلن ګل نبي چې اوه کلونه یې پاکستان کې تېر کړي دي. دی وايي چې اولادونو یې د تېر حکومت پر مهال نظامي دندې درلودې او د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته یې د ناامنیو او وزګارتیا له امله هېواد پرېیښی و.
نوموړی زیاتوي، چې پاکستان ته د تګ پر مهال یې خپل کور او دوه جریبه ځمکه پلورلې وه او اوسمهال د اوسېدو لپاره هیڅ نه لري.
د هغه په وینا، هېواد د راستنېدو پر مهال ورسره د حکومت له لوري د ځمکو وېش او نورو خدمتونو وړاندې کولو برخه کې یوازې ژمنې شوي او په وینا یې پليکېدو ته یې، سترګې پر لاره دي.
ګل نبي زیاته کړه: «درې اوونۍ کېږي چې دلته د تورخم په کډوالو کمپ کې خېمه کې له خپلې ۹ کسېزې کورنۍ سره اوسېږو، پاکستاني پولیسو په جبري ډول له خپلو کورونو ووېستلو او د کور وسایل او نوره ټوله شتمني یې راڅخه اېساره کړه، ډېر په چغو راغلو، ټولې کورنۍ مو له خفګان دوه ورځې مې ډوډۍ ونهخوړه، چا مو غږ وانهورېد دلته ژوند سخت دی ډوډۍ، اوبه او روغتیایي اسانتیاوې په نشت حساب دي که کډوالو ته د کورونو لپاره ځانګړې نمرې ورکړل شي نو ښه به وي.»

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د کورونو کرایې لوړېدل د بیرته راستنېدونکو پر وړاندې په جدي ننګونې بدل شوي.
هغه افغان کورنۍ چې له بېوزلۍ د خلاصون او هوسا ژوند تېرولو لپاره پاکستان ته تللي وو، اوس هېواد ته له بیرته راګرځېدو وروسته، بیا ځلي پخوانیو ستونزو سره مخ دي.
عتیق الله تازه له خپلې کورنۍ سره یو ځای د پاکستان له پنجاب سیمې راګرځېدلی، هغه هم د کورونو لوړې کرایې څخه شکایت کوي.
عتیق الله زیاتوي: «له یوې خوا پاکستاني پولیسو ځپلي یو او له بلې خوا دلته په هېواد کې ستونزې زیاتې دي، د کورونو کرایې بیخي لوړې دي او خلک مجبوره دي په خېمو کې ژوند وکړي؛ ځکه د عادي کور کرایه تر لس زره افغانیو کمه نه ده که چېرې وضعیت همداسې دوام وکړي نو ستونزې به زیاتې شي.»
خو، هغه څه چې دغه بېځایه شوې کورنۍ یې اندېښمنې کړي، ماشومانو ته د زدهکړو زمینې نشتون دی. مریم چې په پاکستان کې یې تر لسم ټولګي «میټریک» زده کړې کړي او اوسمهال له خپلې بې سرپناه کورنۍ سره په تورخم کې د کډوالو په ځانګړي پنډغالي کې ژوند کوي، وايي غواړي ډاکټره شي، خو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز یې دا هیلې مړاوې کړي دي. د نوموړې په وینا، د طالبانو حکومت باید د هغې په ګډون د ټولو نجونو ارمان پوره کولو لپار د زدهکړو زمینه برابره کړي.
مریم زیاتوي: «ډېر مې وژل ویل مې زه افغانستان ته نه ځم، ځکه پوهېدم چې دلته پر نجونو د زده کړو بندیز دی، خو پولیسو مو په کور چاپه ووهله او ټوله کورنۍ یې تورخم ته انتقال کړه، مجبوره وم چې له خپلې کورنۍ سره هېواد ته راستنه شم خو که د نجونو پر زده کړو بندیز دوام کوي زما د ډاکټرې کېدو ارمان به پوره نه شي غوښتنه کوم چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ.»

د راستنېدونکو کډوالو په ډله کې د بېکورۍ له اندېښنو سربېره، یوشمیر راستنې شوې مېرمنې له جدي روغتیايي ستونزو سره هم مخ دي او وايي، چې هېواد ته له راستنېدو وروسته روغتیايي خدماتو ته کافي لاسرسی نهلري.
د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکې ۳۶ کلنه بلقیس وايي، د اقتصادي ستونزو، کافي خوړو نشتون او د سړې خوا له امله یې، ماشومان په سینه بغل، خوارځواکۍ او نورو بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته شوي او ژوند یې ورځ تر بلې مخ په سختېدو دی.
بلقیس زیاتوي: «له یوه خپلوان په حجره کې اوسېږو د لنډ وخت لپاره یې دا ځای راکړی، شپږ اولادونه لرم خاوند مې کار نه شي کولی او کار هم نه پیدا کېږي، دلته روغتیایي اسانتیاوې په نشت حساب دي، خواړه نشته او ډېر کله په نهاره ګېډه وېده کېږو، همدا لامل دی چې ماشومانو مو په خوارځواکۍ او نورو ناروغیو اخته شوي، غوښتنه کوو چې له کډوالو سره دې د خوراکي توکو، درملو او دغه راز د سرپناه په برخه کې مرسته وشي ځکه زیاتره کورنۍ سرپناه نه لري.»
په همدې حال کې ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وايي، دوی هڅه کوي چې خپلو سیمو ته د راستنېدونکو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، د تېر میلادي کال له پیل راهیسې د تورخم له لارې زرګونه کورنۍ له پاکستانه دغه ولایت ته ورګرځېدلي، کومې شمېرې چې د هرې ورځې په تېرېدو مخ په لوړېدو دي.
هغه زیاتوي، چې د راستنېدونکو د سرپناه اړتیا ته رسېدنې لپاره به راتلونکې کې هغوی ته ځمکې ووېشل شي.
قریشي بدلون زیاته کړه: «د تورخم له لارې لا هم سلګونه کورنۍ له پاکستانه راستنېږي او له دوی سره په تورخم کې د راستنېدو پر مهال نغدي، خوراکي توکو او نورو اړینو وسایلو مرسته کېږي، دغه راز هغه کورنۍ چې سرپناه نه لري هغوی ته به ژر د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي او هم له راستنېدونکو کډوالو سره د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو له لوري نغدي او نورو برخو کې مرستې کېږي.»
نوموړی له هېوادوالو غواړي چې اوسنیو بحراني شرایطو کې بیرته راستنېدونکو سره همکاري وکړي او د کورونو کرایې لوړولو څخه ډډه وکړي.
په دې وروستیو کې له ایرانه او پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدو لړۍ چټکه شوې، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته راستنېږي.
که څه هم د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کډوالو د راستنیدو لپاره د چمتووالي خبره کوي، خو اکثریت کورنۍ د ژمي په دې سړې هوا کې تر خېمو لاندې او نیمه ویجاړو ودانیو کې ژوند کوي.
دغه راز د راستنېدونکو لپاره د مناسبې سرپناه نه لرلو ترڅنګ، د خوراکي او سون توکو کمښت او همدا راز د تودو جامو نه لرلو یې د سړې هوا پر وړاندې مقاومت خورا کمزوری کړی دی.
