هندي ورځپاڼه: طالبانو په ډیلي کې د افغانستان سفارت لپاره سرپرست ټاکلی

اطلاعات روز: د «هندو» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی چارواکی نور احمد نور په ډیلي کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، نور احمد نور اوس ډیلي ته رسیدلی او په راتلونکو ورځو کې به په رسمي ډول د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه خپل کار پیل کړي.

د طالبانو او هند د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هند ته د خپل سفر په جریان کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سوبرامانیام جیشنکر سره په ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د دې ډلې د استازي د شتون په اړه یوې موافقې ته رسیدلی و.

طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې هم هڅه وکړه چې یو ډیپلومات په ډیلي کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه معرفي کړي، خو دا هڅه ناکامه شوه.

د هند حکومت تر دې دمه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو په وروستیو میاشتو کې یې له دې ډلې سره خپلې اړیکې د پام وړ زیاتې کړې دي.

هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر وروسته، د دې ډلې د عامې روغتیا او صنعت او سوداګرۍ وزیرانو هم له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې هند ته سفرونه کړي او د هغه هیواد له چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه