طالبان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوې

اطلاعات روز: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ کې ۴۰ سلنه کمښت راغلی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد نن (شنبه، ۲۰ د مرغومي) په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه دوه میلیارده او ۴۶۱ میلیونه ډالر وه، خو دا شمېره په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۷۶۶ میلیونه ډالرو ته راکمه شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۸۱۷ میلیونه ډالر وو، خو دا شمېره په ۲۰۲۵ کال کې ۵۰۵ میلیونه ډالرو ته راکمه شوې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې له پاکستان څخه د افغانستان د وارداتو ارزښت هم ۱.۶۴۴ میلیارد ډالر و، خو په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان څخه ټول واردات ۱.۲۶۱ میلیارد ډالرو ته راټیټ شوي دي.

هغه وايي، چې د وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم د تیر کال په پرتله ۶۹۵ میلیونه ډالرو ته راکم شوی دی.

دا د دې څرګندونه کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او ترانزیټي لارې د تېرو درې میاشتو راهیسې تړل شوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه ولاړه ده.

د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې، پاکستان د طالبانو سره د څو ورځنۍ نښتو وروسته له افغانستان سره ټولې لارې تړلې دي.

د دې اقدام وروسته طالبانو د افغانستان له سوداګرو وغوښتل، چې د هېواد د توکو د صادراتو او وارداتو او اساسي اړتیاوو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه