په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولاست د کوټ ولسوالۍ په «سیپای» سیمه کې د اور لګېدنې له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.
د سیمې یو اوسېدونکي اطلاعات روز ته ویلي چې پېښه تېر ماښام (جمعه، ۱۹ د مرغومې) هغه وخت شږې چې ماشومانو په یوه کوټه کې خځلو او لرګیو ته اور ورته کړی.
د سرچینو له قوله، د زیات لوګي له امله دوه ماشومان په خونه کې ایسار پاتې شوي او وروسته د زیاتې اور لګېدنې له امله دواړو ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د مړو شویو ماشومانو عمرونه د ۴ او ۶ کلونو ترمنځ دي او د یوې کورنۍ غړي دي.
