د طالبانو او د افغانستان د پخوانیو نظامیانو په تړاو د ایران دوه ګونی سیاست

سارا عنان

د افغانستان د پخواني حکومت په زرګونو سرتېري چې د کابل تر سقوط وروسته یې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره ایران ته پناه وړې وه، اوس په دې هېواد کې له جدي ګواښونو سره مخ دي. دا پناه‌غوښتونکي اوس مهال د تهران د دوه ‌ګونې او متضادې پالیسۍ ترمنځ دي؛ ایران د دې پالیسي له مخې له یوې خوا له طالبانو سره ډیپلوماټیک او اقتصادي تعامل کوي او له بلې خوا دا پخواني سرتېري د امنیتي فشار د یوې وسیلې په توګه هم ساتي. دې دوه مخې  تګلارې پخواني نظامیان له سخت زیانمن حالت سره مخ کړي. هغوی نه یوازې د ایران په خاوره کې د طالبانو د استخباراتي شبکو د هدفي وژنو ښکار کېږي بلکې په عین وخت کې له قانوني او د معیشت له ستونزو او د ایران د امنیتي بنسټونو له لوري د جبري شړلو له خطر سره هم لاس او ګرېوان دي. هغوی احساس کوي چې د تهران او کابل ترمنځ د یوې سترې لوبې قربانیان دي؛ داسې لوبه چې د دوی امنیت او ژوند پکې ډېر لږ ارزښت لري.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې کله طالبانو واک اخیستی، د تهران پالیسي د بېلابېلو او کله-ناکله متضادو مرکزونو لکه د بهرنیو چارو وزارت، سپاه پاسداران (په ځانګړي ډول د قدس ځواک) او د کورنیو چارو د وزارت تر اغېز لاندې ده. دې څو ګونې تګلارې د ګواښونو د مدیریت او له فرصتونو د ګټې اخیستنې تر څنګ داسې پالیسي رامنځته کړې چې په ظاهر کې متضاده ښکاري، خو په باطن کې عملي او د نفوذ د ساحو پر تفکیک ولاړه ده. مګر دې دوه‌ ګونې پالیسۍ د افغانستان پخواني نظامیان له سخت زیانمن وضعیت سره مخ کړي دي. دا راپور د دې پېچلې پالیسۍ بېلابېل اړخونه او په ایران کې د افغان پوځي پناه‌غوښتونکو لپاره د هغې مرګوني پایلې شني. 

له طالبانو سره تعامل او د نظامیانو ابزاري کارونه

له کومه وخته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د پخواني حکومت زرګونو امنیتي او نظامي ځواکونه د طالبانو د غچ اخیستنې له وېري ایران ته پناه یوړه. د ایراني دولت د اتباعو ادارې د پخوانیو نظامیانو د ثبت او د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو لپاره یو جلا انلاین سیستم جوړ کړ. په دې توګه د افغانستان د پخواني حکومت نظامیان د «ځانګړې ډلې» په توګه پېژندل کېدل او دې ښودله چې ایران د دې خلکو ځانګړی وضعیت درک کوي چې که دوی بیرته افغانستان ته ستانه شي د مرګ له خطر سره مخ کېږي. یو څه وخت وروسته یو محدود شمېر پخوانیو نظامیانو ته «لنډمهالي» شپږ میاشتني او یو کلني کارتونه ورکړل شول.

له دې سره-سره، ځینې راپورونه ښيي چې یو شمېر افغان نظامیان د داسې لیک یا سند تر لاسه کولو لپاره چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ته د پولیسو په لاس د دوی د شړل کېدو مخه ونیسي ځانګړو پادګانونو یا روزنیزو مرکزونو ته ور پېژندل شوي دي. هغوی له دې مرکزونو څخه د «غړیتوب د حکم» تر نامه لاندې یو لیک تر لاسه کړی او دا د ایران په سیمه‌ییزو سیاستونو کې د دوی د ابزاري کارونې په اړه اټکلونه لا پیاوړي کوي. همدارنګه داسې راپورونه او اټکلونه خپاره شوي چې ګواکې یو شمېر افغان نظامیان د ایران په غیررسمي یا نیمه‌ رسمي جوړښتونو کې جذب شوي دي او دا هم موضوع پېچلې کوي. که څه هم تر اوسه هېڅ رسمي مرجع یا راپور دا موضوع په رسمي ډول نه ده تایید کړې، خو له نظامیانو سره د ایران د پخوانیو ثبت تجربو له مخې داسې څه شوني ښکاري.

د افغانستان په اړه د ایران ظاهراً متضاده پالیسي اصلا په دې هېواد کې د قدرت د دوو اصلي مرکزونو د لیدلورو د ټکر پایله ده چې هر یو یې خپل اهداف او لومړیتوبونه تعقیبوي. له یوې خوا، د بهرنیو چارو د وزارت په مشرۍ ډیپلوماټیکې دستګاه له طالبانو سره د میداني واقعیتونو پر بنسټ د «عمل ‌ګرایانه تعامل» سیاست غوره کړی. سره له دې چې ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او شرط یې د ټولو قومونو د استازو په ګډون د یوه «پراخ بنسټه حکومت» جوړېدل بللي، خو بیا یې هم له کابل سره خپلې پراخې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې ساتلې دي. تهران او کابل ته د دواړو لورو د پلاوو پرله‌پسې سفرونه او د اقتصادي همکارۍ د څو سندونو لاسلیک، له طالبانو سره د تهران د ژور تعامل نښه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اند، په کابل کې له یوه مرکزي حکومت که څه هم طالبان وي، تعامل کول د بېړنیو ګواښونو لکه سرحدي امنیت، د داعش خراسان د نفوذ مخنیوی، د نشه‌یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې او د کډوالۍ د مدیریت لپاره یوه حتمي اړتیا ده. 

له بل لوري سپاه پاسداران د افغانستان د امنیتي پالیسۍ په تړاو په بشپړه توګه متفاوت لیدلوری او د وړاندینۍ پالیسۍ متضاده تګلاره لري. د سپاه او په ځانګړي ډول د قدس ځواک په اند، هغه زرګونه پخواني افغان نظامیان چې په ایران کې مېشت دي، (د اړتیا په صورت کې) یو «بالقوه ظرفیت»،«د فشار وسیله» او د طالبانو پر وړاندې د «لوبې» یو ستراتیژیک «کارت» دی.

د سپاه تر څار لاندې د یوه «پټ پوځ» د جوړېدو خبرې کېږي، که څه هم دا خبرې تر ډېره د اټکلونو په کچه دي، خو له پخوانیو پوځيانو سره د اتباعو د ادارې له لوري اړیکه او د هغوی د پوځي سوابقو پوښتنو اندېښنې زیاتې کړې دي. دا ابزاري لیدلوری ایران ته د کابل پر وړاندې د فشار پیاوړې وسیلې ورکوي او پخواني نظامیان په یوه داسې لوبه کې د مهرو په توګه کارېږي چې په خپله پرې هیڅ کنټرول نه لري. 

د ترور، شړلو او نامعلوم برخلیک ډار

په لومړیو کې چې د افغانستان د پخواني حکومت د نظامیانو لپاره په ایران کې کومې هیلې او فرصتونه وو، هغه ورو-ورو په عمل کې له منځه تللي دي. د افغان نظامیانو ډېره برخه په ایران کې د پولیسو له لوري د نیول کېدو او افغانستان ته د بېرته لېږل کېدو له امله اړ شوې چې پټ ژوند وکړي. د هغوی پېژندنه او نیول کېدل د جبري ستنولو لامل کېدای شي او د دوی د مسلکي مخینې له امله د دوی لپاره بیرته ستنېدل د دوی د امنیت، ازادۍ او ان د ژوند لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. په دې تړاو راپورونه شته چې د دوی اندېښنې تاییدوي. د دې راپورونو له مخې، ډېر شمېر کسان د افغانستان خاورې ته د داخلېدو له هماغې لومړۍ شېبې د طالب ځواکونو له لوري نیول شوي دي. داسې اندېښمنوونکې پېښې هم ثبت شوې دي چې پکې یو شمېر نظامیان تر ستنېدو وروسته څو ورځې نادرکه شوي او لا یې هم برخلیک معلوم نه دی. په ځینو مواردو کې داسې شوي چې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته یې جسدونه موندل شوي او د سخت ناوړه چلند او وژل کېدو نښې پرې ښکاریدلې. 

له بلې خوا، د دې نظامیانو لپاره فضا هم په شدیده توګه ناامنه شوې ده. د ۱۴۰۴ کال د مرغومي د درېیمې پع شپه د تخار د پولیسو پخوانی قومندان جنرال اکرام‌الدین سریع او د هغه ملګری او پخوانی نظامي محمدامین الماس د ناڅرګندو وسله والو له لوري په ډزو ووژل شول. تر دې څو میاشتې وړاندې د وږي په ۲۲مه، لوړپوړی جهادي قومندان او «د افغانستان د لوېدیځ زون د جهادي قومندانانو شورا» مسوول معروف غلامي چې په «حاجي معروف‌خان» مشهور و او د هرات تر سقوط وروسته مشهد ته کډه شوی و، د همدې ښار پر مفتح سړک په خپل کاري دفتر کې ترور شو. دا هدفي ترورونه چې د پړې ګوته یې د طالبانو استخباراتو ته نیول کېږي یوازې د زرګونو هغو پخوانیو افغان نظامیانو له وېرې او ابهام د ډکې کیسې یوه برخه ده چې د کابل تر سقوط وروسته یې ایران ته پناه وړې ده. دوی د طالبانو د غچ اخیستنې له وېري ګاونډي هېواد ته ولاړل، خو اوس ځانونه د یوې پېچلې سیاسي لوبې په منځ کې ویني؛ دوی د هغې دوه ‌ګونې پالیسۍ قربانیان دي چې تهران د کابل د نویو واکمنو پر وړاندې غوره کړې ده. 

د طالبانو د مخالفینو د له منځه تلو په تړاو د ایران چوپتیا

د افغانستان پخواني نظامیان د دې پېچلې لوبې اصلي قربانیان دي. ایران هڅه کوي چې هم مهاله د پناه ورکوونکي، منځګړي، د طالبانو د شریک او امنیتي لوبغاړي رول ولوبوي، خو د دغو متضادو رولونو د یو ځای کېدلو لګښت بې وسه قربانیان پرې کوي. ډېری شنونکي باور لري چې د ایران په خاوره کې دننه هدفي ترورونه د طالبانو له لوري د مخالفانو د فزیکي حذف د پالیسۍ برخه ده چې څو ستراتیژیک هدفونه لري: لومړی، په جلاوطنه مخالفینو کې ویره خپرول او دا پیغام ورکول چې «هیڅ ځای خوندي نه دی»، څو د مقاومت د هستو د تنظیمېدو مخنیوی وشي. دویم، د ایران امنیت تر پوښتنې لاندې راوستل او د دې هېواد په خاوره کې د طالبانو د استخباراتي شبکو د نفوذ وړتیا ښودل. او درېیم، په افغانستان کې له تهران سره د همغږو شبکو د کمزوري کولو له لارې د ایران نفوذ محدودول.

د جنرال سریع او معروف غلامي د ترور د قضیو په اړه د ایران د قضايي او د پولیسو چارواکو بشپړه چوپتیا ډېره پام اړوونکې ده. دا چوپتیا دا اټکل پیاوړی کوي چې له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د ساتلو په خاطر د پناه ‌غوښتونکو امنیت قرباني کېږي. د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» او «د افغانستان د ازادۍ جبهې» په څېر ډلو دا ترورونه غندلي او طالبان یې مسوول بللي دي، خو د تهران له لوري تر اوسه کوم روښانه او قاطع رسمي دریځ نه دی اورېدل شوی. دا وضعیت ښيي چې د ایران د ډیپلوماټیکې دستګاه لپاره له طالبانو سره د اړیکو ساتل او د لنډ مهالو ګټو خوندي کول، د هغو پناه ‌غوښتونکو د امنیت او ژوند تر تأمین ډېر لومړیتوب لري چې دې هېواد ته یې پناه وړې ده.

له دې هر څه سره-سره، د ایران د دولت پالیسي د همکارۍ او سیالۍ ترمنځ یوه پېچلې انډول ساتنه ده. تهران له یوې خوا د لنډمهالو ګټو د مدیریت لپاره له طالبانو سره تعامل کوي او له بلې خوا په نامعلوم حقوقي وضعیت سره د مخالفینو او نیابتي ځواکونو د کارت په ساتلو غواړي چې د افغانستان په راتلونکي کې اوږدمهالې ګټې تضمین کړي او خپل نفوذ وساتي. دا دوه‌ ګونې پالیسي د افغان پوځي پناه‌غوښتونکو امنیت او ژوند په جدي ډول له خطر سره مخ کوي.

هغوی په هغه پناه ‌ځای کې چې هیلې یې پسې تړلې وې، نه د ژوند امنیت لري، نه دوامداره قانوني هستوګنه او نه روښانه راتلونکی. هغوی په بشپړه بې برخلیکي کې ژوند کوي؛ هره شېبه د شړل کېدو او افغانستان ته د بېرته ستنېدو له خطر سره مخ دي. دا بې‌ دفاع او تنها پاتې شوي سرتېري د تهران او کابل تر منځ د دې پېچلې او بې‌ رحمانه لوبې په اصلي قربانیانو بدل شوي دي. 

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه