اطلاعات روز: په داسې حال کې چې په ایران کې د ۱۴مې شپې لپاره لاریونونه دوام لري، نېټ بلاکس راپور ورکړی، چې په دې هېواد کې د انټرنېټ سرتاسري پرېکون له ۶۰ ساعتونو اوښتی دی.
نېټ بلاکس نن سهار (یکشنبه، ۲۱ د مرغومي) لیکلي، چې د ایران د ملي انټرنېټ سره د تړښت کچه لا هم د عادي حالت شاوخوا یوازې په یو سلنه کې ثابته پاتې ده.
دې بنسټ د انټرنېټ سرتاسري پرېکون «د ایران د راتلونکې لپاره په یوه مهم پړاو کې د ایرانیانو د خوندیتوب او هوساینې پر وړاندې مستقیم ګواښ» بللی دی.
په ورته مهال راپور ورکړل شوی، چې تیره شپه د ایران په مختلفو ښارونو کې لاریونونو دوام درلود، خلک په مختلفو ځایونو کې راټول شوي وو او د دې هیواد د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول.
خو، په همدې حال کې بیا د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ادعا کړې چې په دغه هېواد کې «تاوتریخوالی او ورانکاري» د کمېدو په حال کې ده.
د ایران دولتي رسنۍ صدا و سیما هم نن سهار لیکلي، چې په دې هیواد کې وضعیت تیره شپه ارام و.
په ایران کې اوسني لاریونونه ۱۵ ورځې وړاندې د تهران سوداګرو د تبادلې نرخ په اعتراض سره پیل شول او په چټکۍ سره د حکومت ضد حرکت ته ورسیدل.
د ایران حکومت د لاریونونو په زیاتیدو سره د پنجشنبې په ماښام په ټول هیواد کې انټرنېټ پرې کړ او دا بندښت لا هم داوم لري.
د انټرنېټ له پرې کیدو سره هممهاله د بشري حقونو په برخه کې نړیوالو بنسټونو د اعتراض کوونکو د ځپلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ایران کې یې انټرنېټ ته د بشپړ لاسرسی غوښتنه کړې.
