اطلاعات روز: د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان وایي، چې طالبانو په کندز ولایت کې سیمهییزه خبریاله «ناظره رشیدي» نیولې ده.
دې سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي، چې اغلې رشیدي د سې شنبې په ورځ (۱۶ د مرغومي) د طالبانو له لوري نیول شوې او نامعلوم ځای ته بیول شوې ده.
د دې خبریالې کورنۍ د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ته ویلي، چې هغه «بې ګناه ده او هیڅ ډول غیرقانوني فعالیت نه لري».
دې سازمان لیکلي، چې د اغلې رشیدي کورنۍ نارینه سرپرست نه لري او هغه د خپلو کوچنیو خویندو او ورونو د پالنې مسوولیت لري.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د دې خبریالې نیول غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې هغه ژر تر ژره او بې له قید او شرطه خوشې کړي او د هغې د نیول کیدو قانوني دلیلونه په څرګنده توګه بیان کړي.
دې سازمان د بیان د ازادۍ او بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو هم غوښتي چې دا قضیه په جدي توګه وڅېړي او د افغان خبریالانو د دوامداره نیولو او ځورونې د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.
طالبانو پر افغانستان د ولکې ترلاسه کولو راهیسې د رسنیو او خبریالانو په فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
دې ډلې په وار وار خبریالان له مختلفو ځایونو څخه نیولي او بندیان کړي دي.
