تر ۱۹ کلنۍ د کم عمرو نړیوال جام؛ د افغانستان کریکیټ لوبډلې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

Photo: ACB

تر ۱۹ کلنۍ د کم عمرو لوبډلو په نړیوال پنځوس اوریز جام کې د افغانستان کریکیټ لوبډلې وکولای شول چې ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته په ۱۳۸ منډو ماتې ورکړي.

دا لوبه چې نن (یکشنبه، ۲۸ د مرغومي) د نامبیا په پلازمینه ویندهویک کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره مقابلې لوبډلې ته د ۲۶۳ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې ۸۸ د پیل توپ وهونکي عثمان سادات وکړې.

افغانستان وکولای شول چې د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو او د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۶۲ منډې جوړې کړي.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې په ۳۴ اور کې پر ۱۲۴ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د افغانستان له لوري د توپ اچونې په برخه کې تر ټولو زیاتې ۴ ویکیټې نورستاني عمرزي واخیستې. همدا راز خاطر ستانکزي او وحیدالله ځدراڼ هم د مقابلې لوبډلې درې-درې لوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په خپل ډي ګروپ کې تر دې وړاندې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې وه او اوس مهال د څلورو پواینټونو په لرلو سره د جدول په سر کې دی. افغانستان به د جنوري پر ۲۱ بله ګروپي لوبه له تانزانۍ لوبډلې سره کوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه