له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ کې نږدې څلور زره کسان افغانستان ته راشړل شوي

اطلاعات روز: د طالبانو «د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسیون» خبر ورکړی، چې پرون (شنبه، ۲۷ د مرغومي) له پاکستان او ایران څخه درې زره او ۷۴۶ کډوال ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دې کمیسیون د شمیرو له مخې، له دې کډوالو څخه درې زره او ۶۶۱ له پاکستان او ۵۸ نور له ایران څڅه افغانستان ته راشړل شوي دي.

د طالبانو «د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسیون» ویلي، چې دا کسان د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او وریښمو پُل له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې کمیسیون ادعا کړې، چې د یاد شمیر راستانه شویو سره یې مرسته کړې او یو شمیر یې خپلو ولایتونو ته لیږدولي دي.

پاکستان او ایران په روان لمریز کال کې د افغان کډوالو نیولو او شړلو ته زور ورکړی او تر دې مهاله یې تر ۲.۵ میلیونو زیات کډوال له خپلو هیوادونو ته شړلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د کډوالو پراخه راستنیدو د افغانستان بحران ژور کړی او بشري اړتیاوې یې زیاتې کړي دي.

نړیوالو سازمانونو له پاکستان او ایران څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل او د هغوی ځورونه ودروي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه