اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له مشرانو څخه د څه باندې ۸۰۰ لاریون کوونکو د اعدام د حکم د نه عملي کېدو له امله مننه وکړه.
ټرمپ په ټروث سوشیال کې پر خپله پاڼه لیکلي، ټاکل شوې وه چې دا کسان پرون (جمعه، ۲۶ د مرغومي) اعدام شي.
د امریکا د ولسمشر په پیغام کې راغلي: «زه دې حقیقت ته ډېر درناوی لرم چې ټول پلان شوي اعدامونه، چې ټاکل شوې وه پرون ترسره شي (له ۸۰۰ څخه ډېر)، د ایران د رهبرۍ لهخوا لغوه شوي دي. مننه!»
د امریکا ولسمشر همدارنګه د دې پوښتنې په ځواب کې چې چا هغه قانع کړ چې پر ایران برید ونه کړي، خبریالانو ته وویل: «هیچا زه قانع نه کړم، ما خپله ځان قانع کړ. پرون د ۸۰۰ څخه د زیاتو کسانو د اعدام حکمونه د پلي کېدو لپاره پلان شوي وو. هغوی هېڅوک اعدام نه کړل. هغوی اعدامونه لغوه کړل. دې ډېر لوی اغېز درلود.»
په ایران کې د لاریونونو د پراخیدو وروسته ډونالډ ټرمپ په مکرر ډول ګواښ وکړ چې که ایران د لاریون کوونکو د وژلو او اعدامولو هڅه وکړي نو له سخت ګوزار سره به مخ شي.
خو، د پنجشنبې په سهار، هغه اعلان وکړ چې هغه له باوري سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړي چې په ایران کې وژنې او اعدامونه بند شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو سازمانونو د لاریونونو په جریان کې د دوه زره څخه د زیاتو کسانو د مړینې او د زرګونو نورو د نیولو او د لاریون کوونکو د پراخه ځپلو راپور ورکړی دی.
