تاجیکستان له افغانستان سره پر پوله د څلورو «ترهګرو» د وژلو خبر ورکړی

Photo: TASS

د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې اعلان کړی چې له افغانستان سره د دې هیواد پر پوله په یوه وسلواله نښته ک څلور «ترهګر» وژل شوي دي.

د خاور خبري اژانس له راپور سره سم، دې کمیټې ویلي چې دې کسانو نن (یکشنبه، ۲۸ د مرغومي) د بدخشان د خواهان ولسوالۍ له «دربندک» کلي څخه د تاجیکستان خاورې ته ننوتل غوښتل.

د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې ویلي چې تاجیکستاني ځواکونو د هغوی مېشتځای په نښه کړ او وروسته یې د هغوی د نیولو په موخه عملیات وکړل.

د دې کمیټې په وینا، «ترهګر» تاجیکستاني پوله ساتو ته تسلیم نه شول او تر وسلوالې شخړې وروسته څلور واړه ووژل شول.

دې کمیټې ویلي چې د دې کسانو له مېشتځای څخه د درو کلاشینکوفو او یوې توپنچې په شمول ځیني وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي.

د روان لمریز کال پر مهال د افغانستان او تاجیکستان پر پوله څو «ترهګریزې» نښتې شوې.

تاجیکستان له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له خاورې څخه دې د ترهګرو د نفوذ مخنیوی وکړي.

د څو بریدونو تر کېدو وروسته طالبانو اعلان وکړ چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه یې د دې پلټنو پایلې نه دې خپرې کړې.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه