اطلاعات روز: «د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» وايي، چې په هند کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل «یو بیړنی اقدام دی او د افغانستان له عیني واقعیتونو سره په ټکر کې دی».
دې شورا تېره شپه (شنبه، ۲۷ د مرغومي) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «د طالبانو له ډلې سره تعامل او د اړیکو عادي کول په داسې حال کې چې دا ډله د ترهګریز لید لوري سره یوه افراطي ډله ده، د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او همدارنګه د افغانستان له خلکو سره د هند ژورې او اوږدمهاله اړیکې په پام کې نیولو سره له تمې او انتظاره لېرې کار دی.»
دې شورا زیاته کړې: «د طالبانو ډلې سره تعامل او د هغوی په رسمیت پېژندنه به په سیمهییزه او نړیواله کچه منفي او نه جبرانېدونکي امنیتي او ټولنیز پایلې ولري او د نړیوالې ټولنې هغه هڅې به زیانمنې کړي چې د دوامدارې سولې او د نړیوالو اصولو او قواعدو پر بنسټ د نظم د رامنځته کېدو لپاره کېږي.»
ملي مقاومت شورا ویلي: «موږ تمه لرو چې د هند حکومت، چې د افغانانو اوږدمهاله ملګری دی، د تاریخي او کلتوري اړیکو او مشترکاتو او د هیواد د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو سره د افغانستان له خلکو او د هغوی له اصلي استازو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.»
دې شورا همدارنګه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانستان د ناوړه وضعیت پر وړاندې مسوولانه عمل وکړي او د نړیوالو حقوقو پر بنسټ او د افغانانو د ارادې په پام کې نیولو سره محتاط چلند غوره کړي.
هند د تیر کال په اکټوبر کې دغه هیواد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له سفر وروسته د افغانستان سفارت دې ډلې ته وسپاره.
طالبانو په دې وروستیو کې د خپل بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی چارواکی نور احمد نور د دې سفارت د سرپرست په توګه ډیلي ته لیږلی دی.
