اطلاعات روز: کندهار کې سيمه ييزې سرچينې خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله دوه تنه موټرسایکل چلوونکي مړه شوي دي.
یوې سرچینې وویل، چې دغه پیښه نن (یکشنبه، ۲۸ د مرغومي) ماسپښین د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند «شهيدانو چوک» ته څیرمه د یو ټیلر او دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې په دې پیښه کې دواړو موټرسایکل چلوونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچينه د پيښې لامل د وسایط چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.
د هیواد په سویل کې ډیر کله مرګونې ترافیکي پیښې رامنځته کېږي او تر ډیره یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل کېږي.
