کندهار ښار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د مرکزي ښار په دوهمه عینو سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او یو بل سخت ژوبل شوی.
د سیمې د اوسېدونکو له قوله، دا پېښه نن (جمعه، ۲۶ د مرغومي) د دوهمې عینو مینې پر عمومي سړک هغه مهال رامنځته شوه چې «کرون» ډوله موټر د تیز رفتار له امله د برق له پایې سره ټکر وکړ.
سرچینې زیاتوي، په پېښه کې په موټر کې سپور یو ځوان مړ شوی او بل تن سخت ژوبل شوی دی.
د سرچینو په وینا، ژوبل شوی کس د درملنې لپاره د کندهار د عینو مېنې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې په تړاو د طالبانو د ځایي مسوولینو له لوري څه نه دي ویل شوي.
