په پاکستان کې د ایران سفیر: ټرمپ تهران ته ویلي چې برید نه کوي

Photo: DAWN

په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبر ورکړی چې پر دې هیواد د برید هوډ نه لري.

د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، د ایران سفیر نن (پنجشنبه، ۲۵ د مرغومي) ویلي چې ایران ته دا معلومات تېره شپه شاوخوا لس بجې رسېدلي دي.

د ایران سفیر ادعا کړې چې ډونالډ ټرمپ له ایرانه د «زغم غوښتنه» کړې او له دې هیواده یې غوښتي چې د امریکا پر ګټو برید ونه کړي.

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی و چې که د ایران حکومت لاریونوال ووژني او اعدام یې کړي، پر دې هیواد به سخت ګوزار کړي.

مګر ښاغلي ټرمپ تېره شپه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال وویل چې ایران د لاریونوالو وژل او اعدامول درولي.

نن چې د ایران قضایه قوې د یوه لاریونوال د اعدامېدو خبر رد کړ، ټرمپ دا یو «ښه خبر» وباله.

په پاکستان کې د ایران سفیر ویلي چې اوس مهال په ایران کې لاریونونه ختم شوي دي او له لاریونوالو سره خبرې روانې دي.

ده اسراییل او امریکا په لاریونونو کې په ښېکلتیا تورن کړي او ویلي یې دې چې دې لاسوهنو وضعیت نور هم خراب کړی.

په ایران کې لاریونونه ۱۸ ورځې وړاندې د دې هیواد د اسعارو د بیې د لوېدو په غبرګون کې پیل شول او وروسته په یوه حکومت ضد خوځښت بدل شول.

د تېرې اونۍ په وروستیو کې دا لاریونونه تاوتریخجن شول او تر دې وروسته ایراني حکومت په ټول هیواد کې انټرنیټ قطع کړ.

ناتایید شوي راپورونه وایي چې د ایراني امنیتي ځواکونو له لوري دوه زره لاریونوال وژل شوي دي.

ایراني دولتي رسنیو د وژل شویو دقیق شمېر نه دی ښوولی خو ویلي یې دې چې د امنیتي ځواکونو او عامو خلګو په شمول د وژل شویو شمېر «پام وړ» دی او د دې وژنو عاملین یې «ترهګر» یاد کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه