اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ شخړه کې یو کس وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې دغه پېښه پرون (جمعه، ٢٦ د مرغومې) مازدیګر مهال د سره رود ولسوالۍ اړوند «قلعه شاهي» سیمه رامنځته شوې.
هغه زیاتوي، چې پېښه د کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې چې له امله یې یو ٢٢ کلن ځوان وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
حماد د وژل شوي ځوان او ټپیانو د هویت په اړه او داچې د کوم لوري کس وژل شوی او د کوم لوري ټپیان دي معلومات نه دي ورکړي.
په ننګرهار او له دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د داسې او ورته نورو شخړو له امله یو شمیر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
