اطلاعات روز: د طالبانو د مالیې وزارت وايي، چې د افغانستان د پخواني حکومت ۳.۳ میلیارده افغانۍ پورونه یې کورنیو خصوصي قراردادي شرکتونو او حقیقي اشخاصو ته ورکړې دي.
دې وزارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د پخواني حکومت دغه اندازه پورونه د ۱۴۰۲ مالي کال له پیل څخه د ۱۴۰۴ مالي کال د لیندۍ میاشتې تر پایه پورې ادا شوي دي.
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې تر اوسه یې د پخواني حکومت شاوخوا ۱۷ زره د قراردادي پورونو موارد د حقیقي او حکمي اشخاصو تثبیت کړي دي.
دې وزارت زیاته کړې، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د امر پر بنسټ یې د دې پورونو د ورکولو پروسه پیل کړې ده.
د طالبانو د مالیې وزارت له هغو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه چې د افغانستان پر پخواني حکومت یې لا هم پورونه پاتې دي، غوښتنه کړې چې خپل اسناد او مدارک د اړوندو ادارو ټاکل شوې کمېټې ته وسپاري، څو د تثبیت وروسته یې غوښتنې تادیه شي.
د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېر هغه شرکتونه او اشخاص چې له دولتي ادارو سره یې قراردادونه لرل، ونه توانېدل چې خپلې پیسې ترلاسه کړي.
د طالبانو د مالیې وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د افغانستان پخوانی حکومت ۱۲۶ میلیارد افغانۍ او ترڅنګ یې مرستندویه بنسټونه هم ۶۰ میلیارده افغانۍ د حقیقي او حکمي اشخاصو پوروړي دي.
