اطلاعات روز: د طالبانو «د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسیون» وايي، چې پرون (یکشنبه، ۲۸ د مرغومي) له پاکستان او ایران څخه دوه زره او ۴۸ کډوال افغانستان ته راشړل شوي دي.
د دې کمیسیون د شمیرو له مخې، له دې کډوالو څخه دوه زره او ۲۵ له پاکستان او ۲۳ نور له ایران څڅه افغانستان ته را ایستل شوي دي.
د طالبانو «د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمیسیون» په وینا، چې دا کسان د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او وریښمو پُل له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
دې کمیسیون ویلي، چې د یاد شمیر راستانه شویو سره یې مرسته کړې او یو شمیر یې خپلو سیمو ته لیږدولي دي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، پاکستان او ایران روان لمریز کال له ۲.۵ میلیونو څخه ډیر کډوال افغانستان ته شړلي دي.
طالبان بیا وايي، چې دغو دواړو هیوادونو ۲.۸ میلیونه کډوال ایستلي دي.
د بشري حقونو نړیوال سازمانونه وايي، چې د کډوالو ایستلو د افغانستان کړکېچ لا پسې خراب کړی او بشري اړتیاوې یې زیاتې کړې دي.
