اطلاعات روز: زابل کې ځایي سرچینې وايي، چې دغلته د طالبانو د امربالمعروف ریاست د دولتي ادارو یو شمیر کارکوونکي «د نبوي سنت» د نه مراعتولو په تور زنداني کړي دي.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط نن (دوشنبه، ۲۹ د مرغومي) وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف ریاست محتسبانو دغه کسان د ږېري کمولو او د لونګۍ نه تړلو له کبله نیولي او عمومي محبس ته یې معرفي کړي دي.
سرچینې د نیول شویو کسانو دقیق شمیر په ډاګه نه کړ او نه یې هم وویل، چې دغه کسان له کومو ادارو څخه نیول شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې یاد کسان د تېرې یوې اونۍ په جریان کې نیول شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو وضاحت نه دی ورکړی، خو عام خلک د طالبانو دا کړنې سخت دریځۍ بولي او وایي، چې دوام یې ټولنه له زیان سره مخ کوي.
