په کابل کې چاودنه؛ ایمرجنسي روغتون: د اوو وژل شویو په ګډون شل تنه ور وړل شوي

ایمرجنسي روغتون ویلي چې د کابل د نننۍ چاودنې له ځایه ۲۰ تنه چې اووه کسان پکې وژل شوي، د دې روغتون جراحي څانګې ته لېږدول شوي دي.

دې روغتون نن ماښام (دوشنبه، د جدي ۲۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د وژل شویو او ټپیانو شمېر موقتي دی او کېدای شي وروسته بدل شي.

په افغانستان کې د دې روغتون مشر دژان پنیک ویلي چې په ټپیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې دې روغتون ته لېږدول شوي ځیني ټپیان د جراحۍ لپاره تر ارزونې لاندې دي.

طالبان وایي چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته د کابل د شهرنو د «ګل‌فروشي» کوڅې په یوه هوټل کې شوې ده.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند هم دا چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي چې مرګ‌ژوبله لري، خو نور جزییات یې نه دې ورکړي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د دې چاودنې هدف چینایي وګړي وو.

تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه