په کابل کې چاودنه؛ طالبان: شپږ افغانان او یو چینایي وګړی وژل شوي

Photo: @khalidzadran01

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د کابل د شهرنو سیمې په یوه ریسټورانټ کې د چاودنې له امله شپږ افغانان او یو مسلمان چینایي وګړی وژل شوي او څو نور ژوبل دي.

ښاغلي ځدراڼ ویلي چې دا چاودنه نن (دوشنبه، ۲۹ د مرغومي) تر غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د «ګل فروشۍ» کوڅې په یوه «چاینیز نوډل» نومي ریسټورانټ کې شوې ده.

ده ویلي چې دا ریسټورانټ د یوه مسلمان چینایي وګړي چې «عبدالمجید» نومېږي او د ده د میرمنې او یوه افغان «عبدالجبار محمود» له لوري اداره کېږي.

د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي چې په دې ریسټورانټ کې د چین د مسلمانو وګړو لپاره خوراک تیارېږي.

ده زیاته کړې چې چاودنه د ریسټورانټ پخلنځي ته نژدې شوې ده او ماهیت یې لا هم روښانه نه دی.

تر دې وړاندې کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان کړی و چې د پېښې له ځایه ورته ۲۰ تنه ور وړل شوي او په هغو کې اووه تنه وژل شوي دي.

ایمرجنسي روغتون ویلي و چې په ژوبلو کې څلور ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.

تر اوسه هیڅ فرد یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل کې پر مېشتو چینایي وګړو څو ځلې بریدونه شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې په کابل کې د چینایي وګړو د مېشتېدو پر هوټل برید وشو چې له امله یې درې تنه ووژل شول او د پنځو چینایانو په شمول ۲۱ تنه نور ژوبل شول.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه