له کندهار څخه سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په معروف ولسوالۍ کې پر «ډیورنډ کرښه» د روزي قرارګاه او کلا عبدالله په سیمو کې د پاکستاني پوله ساتو او طالب ځواکونو تر منځ نښته شوې خو ویل شوي چې مرګ ژوبله نه لري.
د سرچینو په وینا، دا نښته نن (دوشنبه، ۲۹ د مرغومي) تر ماسپښین وروسته هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله پاکستاني پوله ساتو غوښتل چې شلېدلی اغزن تار بیرته ونښلوي.
د سرچینو له قوله، دې نښتې نیم ساعت دوام کړی.
دا په داسي حال کې چې د پکتیا له ډنډ پټان څخه هم راپور ورکړل شوی چې هلته هم نن غرمه مهال پر «ډیورنډ کرښه» د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو شخړه شوې، مګر په تړاو یې نور جزییات نه دې تر لاسه شوي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې دواړو نښتو په تړاو څه نه دې ویلي.
