د افغانستان او ویسټ انډیز شل اوریزې لوبې؛ افغان کریکیټ لوبډلې په ۳۸ منډو ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ویسټ انډیز د کریکیټ د ملي لوبډلو تر منځ د درو شل ارویزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې وکولای شول چې ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړي.

د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ دا شل اوریزه لوبه نن (دوشنبه، ۲۹ د مرغومي) په دوبۍ کې ترسره شوه او افغانستان پکې لومړی توپ وهنه وکړه او مقابلې لوبډلې ته یې د درو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۲ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري د پیل توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ ۸۷ ناسوځیدلې او همدا راز درویش رسولي ۸۳ منډې وکړې.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې د هدف په تعقیب کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۳ منډې وکړې او په دې توګه افغانستان د لوبلړۍ لومړۍ لوبه وګټله.

د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان له لوري ضیاء الرحمان درې او مجیب الرحمان، راشد خان او نور احمد دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوري به دوې نورې شل اوریزې لوبې هم کوي او د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د دویمې لوبې لپاره سره مخامخېږي.

دا لوبې د نړیوال شل اوریز جام تر پیلېدو وړاندې د دواړو لوبډلو لپاره د چمتووالي په موخه مهمې ګڼل شوې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه