اطلاعات روز: داعش ډلې د پلازمینې کابل په شهرنو کې پر یو چینایي رستورانت د پروني (دوشنبه، ۲۹ د مرغومي) برید مسوولیت منلی دی.
داعش د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې بریدګر د دې ډلې یو ځانمرګی و، چې رستورانت ته له ننوتلو شاوخوا ۳۰ دقیقې وروسته یې خپل ځانمرګی واسکټ ته چاودنه ورکړې.
طالبانو اعلان کړی چې چاودنه د کابل د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې د افغان او چینایي اتباعو په یو ګډ رستورانت کې شوې، چې له امله یې شپږ افغان وګړي او یو چینایي مسلمان وژل شوي دي.
د ایمرجنسي روغتون بیا خبر ورکړی، چې په دې برید کې د څلورو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۱۳ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
داعش تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر چینایي وګړو د څو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی، خو د دې بریدونو لامل روښانه شوی نه دی.
