د سیاست تور او سپین

د طالبانو بل کوربه به څوک وي؟

خالد محمدي

د شپږو کلونو په واټن د طالبانو دوه انځورونه په پراخه کچه خپاره شول؛ لومړی انځور د دوحې د هوکړه‌لیک د لاسلیک مراسم دي چې پکې د طالبانو لوړپوړی غړی ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد ښکاري او دویم هغه انځور دی چې ښیي په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن خپل باورلیک د روسیې ولسمشر ته سپاري. په پراخه کچه د دې دوو انځورونو خپرېدل جوتوي چې امریکا د یوه لاسبري لوېدیځ ځواک او روسیه د ختیځ د یو مهم ځواک په توګه د طالبانو تېر تاریخ او کړنې له پامه غورځولې دي او اوس له دې ډلې سره ډیپلوماټیک تعامل کوي. دا دوه انځورونه له جګړې، تر مذاکراتو او بیا تر رسيمي ډیپلوماټیکو اړیکو پورې د طالبانو مسیر هم انځوروي؛ دا مسیر د دې ډلې د ماهیت بدلون نه بلکې د لویو قدرتونو د سیاسي محاسبو له مخې رامنځته شوی دی.

ښي لاس ته ولادیمیر پوتین او چپ لوري ته د طالبانو سفیر/ طالبان

طالبان؛ له لوېدیځ ضد جګړې تر سیاسي معاملې

د افغانستان له پخواني حکومت سره د جګړې پر مهال طالبانو د لوېدیځ مخالف نظر درلود او دا ډله له امریکا او ناټو سره په مستقیم تقابل کې وه او د ځانمرګو بریدونو، چاودنو، وسله والو بریدونو او یرغمل نیونو له لارو یې خپله جګړه مخته وړه او په دې بریدونو کې به ملکي وګړي او ځینې نظامي امریکایان هم وژل کېدل. له دې مخینې سره-سره دا چارې د دې لامل نه شوې چې امریکا متحده ایالات له طالبانو سره خبرې او سیاسي معامله ونه کړي.

د دوحې هوکړه‌لیک چې د جمهوریت د نظام د سقوط له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي، تر دوو لسیزو جګړو وروسته یې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړه. طالبانو د خپلې بیا ځلې واکمنۍ په څلور نیمو کلونو کې پر افغانستان د «ځپنې او اختناق» فضا تپلې ده؛ له ابتدایي دورې د پورته نجونو زده‌کړې یې منع کړي، ښځې او نجونې یې له کاره ګوښه او پر کور کېنولې دي او دې هر څه بیا هم د دې ډلې د بهرنیو تعاملاتو پر وړاندې جدي خنډونه نه دي جوړ کړي.

له دې هر څه سره-سره، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د طالبانو د واکمنۍ یو مستند واقعیت دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څو راپورونو له مخې، القاعده شبکه، تحریک طالبان پاکستان (TTP)، د اسلامي دولت خراسان څانګه (داعش)، د تاجکستان جماعت انصارالله، ازبکستاني طالبان، اویغوري جنګیالي او نورې ډلې په افغانستان کې شتون لري.

مګر بیا هم د لویو پوځي او اقتصادي قدرتونو لکه امریکا متحده ایالاتو او روسیې لپاره دا وضعیت خنډ جوړوونکی نه دی. داسې ښکاري چې د دې هیوادونو په محاسبو کې د افغانستان امنیتي فضا او د دې هیواد د وګړو لپاره یې پایلې مهمې نه دي بلکې ځای یې ستراتېژیکو موخو او سیاسي ګټو نیولی دی.

ښي لوري ته ملا برادر او کین لوري ته د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپیو/ خواله رسنۍ

روسیه؛ د تعامل تر پړاو هاخوا

د تېرې پنجشنبې ورځ چې د مرغومي له ۲۵مې برابریږي د ۳۴ نورو سفیرانو تر څنګ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د طالبانو د سفیر ګل حسن حسن د باورلیک سپارلو یو ځل بیا دا واقعیت جوت کړ چې په نړیوالو راکړو-ورکړو کې د هیوادونو ګټې تر هر څه وړاندې دي او په افغانستان کې چې څه کېږي په ځانګړې توګه پر ښځو چې څه تېرېږي، دا شیان د لویو ځواکونو د پرېکړو پر مهال لومړیتوب نه لري.

اوس مهال روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی؛ خو ګڼو نورو هېوادونو له طالبانو سره د غیررسمي تعامل دروازې پرانیستي دي. د روسیې د ولسمشر له‌خوا د طالبانو د سفیر د باورلیک منل ښيي چې د مسکو او د طالبانو د حکومت اړیکې د رسمیت پېژندنې تر پړاو تېرې شوې او د بشپړې ډیپلوماتیکې عادي کېدو مرحلې ته داخلې شوې دي. د نړیوالو اړیکو په عرف کې د سفیر منل دا معنا لري چې د یوه حکومت عملي او اجرایوي تایید شوی او د متقابل دولت په توګه یې پېژني؛ په دې سره د اړیکو او سیاسي تعامل کچه پراخېږي او اړیکې ورسره رسمي، بنسټیزې او نورې هم پراخېږي. 

په داسې حال کې چې طالبان له افغانستانه بهر هڅه کوي چې د ډیپلوماتیکې ژبې، رسمي تشریفاتو او په نړیوالو مراسمو کې د سمبولیک درناوي له لارې راڅرګند شي او ځان د تعامل وړ حکومت په توګه معرفي کړي، مګر په هېواد دننه په بشپړه توګه بله څېره لري. پراخه ټولنیزه ځپنه، له زده کړو او کار څخه د ښځو سیسټماټیک حذف، رسنیز اختناق او پر مدني او اعتراضي فعالیتونو بندیز ښیي چې د دې ډلې د بهرنۍ څیرې او کورنیو کړو تر منځ ښکاره واټن دی. 

طالبان له سترو قدرتونو او د سیمې له هېوادونو سره د تعامل پراخول د خپلې تګلارې یوه برخه بولي او هڅه کوي په ډیپلوماتیک ډګر کې خپل دریځ پیاوړی کړي. له دې تعاملاتو د طالبانو موخه داده چې نه یوازې مشروعیت تر لاسه کړي بلکې د دې هیوادونو له لوري د دوی د مخالفینو د ملاتړ مخنیوی هم وکړي.

د همدې موخو په تعقیب د مسکو د باورلیک د سپارلو له مراسمو په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو سفیر ولادیمیر پوتین ته د نږدې کېدو پر مهال د څو شېبو لپاره تم کېږي او د تعظیم په نښه خپل سر ټیټوي. 

دا هڅې په داسې حال کې ترسره کېږي چې هم‌مهاله د هرې ورځې په تېرېدو پر افغانانو او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د طالبانو فشار زیاتېږي. سره له دې، دا مسلې د روسیې په څېر هېوادونو لپاره حاشیوي بلل کېږي او اوس مهال ورته له طالبانو سره د اړیکو پراخول د بشري حقونو تر موضوعاتو مهم دي. 

دوه کلونه وړاندې چین هم له طالبانو سره د خپلو اړیکو کچه لوړه کړه. هغه مهال د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د ولادیمیر پوتین په څېر په ورته اقدام سره د طالبانو د سفیر اسدالله بلال کریمي باورلیک په رسمي مراسمو کې ومانه؛ که څه هم چین سره له دې چې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې لري خو دا ډله یې لا هم په رسمي ډول په رسمیت نه ده پېژندلې.

بیجینګ کې ښي اړخ ته د چین ولسمشر او کین لوري ته د طالبانو سفیر/ طالبان



چین او روسیه دواړه انګېري چې طالبان کولی شي په سیمه‌ییزو بدلونونو کې له دوی سره هم‌لوري واوسي او په خپلو پولو کې دننه د ترهګرۍ د ګواښ خطر مهار کړي؛ هغه محاسبه چې «ډېره خوش‌بینانه» ښکاري. هغه وسله‌والې او ترهګرې ډلې چې د چین، روسیې او د هغوی د متحدانو ګټې ګواښي، لا هم په افغانستان کې شته دي او طالبانو د خپلې بیاځلې واکمنۍ په څلور نیمو کلونو کې هڅه کړې چې له دې ډلو د فشار د کارت په توګه کار واخلي او له سیمه‌ییزو قدرتونو امتیاز تر لاسه کړي. 

پاکستان او له حده زیاتې خوش‌بینانه محاسبې

د طالبانو له‌خوا د کابل تر سقوط وروسته، د پاکستان د وخت لومړي وزیر عمران خان ویلي و، چې افغانانو «د غلامۍ زنځیرونه شلولي دي». خو ډېر ژر په پاکستان کې په ځانګړي ډول په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شخړو او جګړو زور واخیست او طالبانو هم تر اوسه د تحریک طالبان پاکستان په تړاو د پاکستان غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. دا په داسې حال کې چې کله د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف برید وکړ او د طالبانو لومړۍ واکمني نسکوره شوه نو د دې ډلې ډېری مشران قومندانان او ځواکونه پاکستان ته وتښتېدل او د دې هیواد په ملاتړ او کوربتوب یې بیرته جګړه پیل کړه.

تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف، ویلي و: «طالبان په اصل کې زموږ خپل تولید دي. موږ هغوی روزلي او لوی کړي دي، خو هغوی د باور وړ خلک نه دي.» 

ایا د طالبانو حکومت به له چین او روسیې سره هم بالاخره هماغه چلند وکړي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې له پاکستان سره کړی دی؟ یوازې د وخت په تېرېدو سره به دې پوښتنې ته ځواب پیدا شي.

له دې هر څه سره-سره، د طالبانو د حکومت لپاره د امریکا له متحده ایالاتو سره ډیپلوماتیک تعامل لا هم ډېر مهم دی. طالبانو څو ځله له واشنګټنه غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني، په داسې حال کې چې له روسیې او چین څخه یې په دومره ټینګار دا غوښتنه نه ده کړې. په داسې حال کې چې روسیه او چین ګومان کوي چې د خپل حضور د زیاتولو او د پیاوړو ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې کولای شي په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور تشه ډکه کړي، مګر داسې ایسي چې طالبان د امریکا د زیاتو مالي مرستو، په نړیواله کچه یې د اغېز او له واشنګټن سره د دوحې د هوکړې د لاسلیک له امله دې هیواد ته زیات ارزښت ورکوي او غواړي ورته نږدې شي. له همدې وجې یې هر وخت د امریکا له لوري پر خپلې رسمیت پېژندنې او په کابل کې یې د دې هیواد د سفارت پر فعالېدو ټینګار کړی دی؛ مګر له چین او روسیې څخه یې داسې کومه غوښتنه نه ده کړې.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه