د برېتانیا او پاکستان ځانګړو استازو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې 

د افغانستان لپاره د پاکستان او بریتانیا ځانګړو استازو محمد صادق او ریچارډ لېنډسي سره لیدلي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه یې خبرې کړې دي.

د پاکستان ځانګړي استازي نن (سه‌شنبه، د مرغومي ۳۰مه) پر ایکس د دې لیدنې خبر ورکړی دی.

هغه زیاته کړې چې د دوی خبرې په ځانګړي ډول له پولې هاخوا ترهګریزو بریدونو له امله پر رامنځته شویو ننګونو متمرکزې وې.

محمد صادق ویلي چې د بریتانیا له ځانګړي استازي سره یې د سیمې د پراخو امنیتي ننګونو په اړه خبرې کړې او د ګډو اندېښنو د هواري او د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره یې د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د پاکستان چارواکي وایي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې پر دې هېواد بریدونه ترسره کوي.

دوی وایي چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره باید د افغانستانه له پولو دباندې د کېدونکو بریدونو مخنیوی وکړي.

خو په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو ادعا ردوي او وایي چې هېڅ ډلې ته داسې اجازه نه ورکول کېږي.

د امنیتي او سرحدي مسایلو پر سر ترینګلتیا لامل شوې چې په تېرو څلورو کلونو کې دواړه لوري څو ځله په شخړه واوړي. 

تر وروستۍ نښتې وروسته تر درو میاشتو زیات وخت کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله تړل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او تګ‌-راتګ درېدلی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه