رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ژمي د موسم په را رسېدو او د نړیوالو مرستو په کمېدو سره په افغانستان کې د لوږې بحران زیات شوی دی.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مسوول جان ایلیف رویټرز ته ویلي چې تېر کال په افغانستان کې د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه څپه ثبت شوې، خو اټکل کېږي چې وضعیت به په روان کال کې نور هم بدتر شي.
ده ویلي چې د روان میلادي کال پر مهال به درې میلیون وږي او ۲۰۰ زره نور ځواکي ماشومان پر دې وضعیت ور زیات شي.
د خوړو د نړیوال پروګرام مسوول همدا راز ویلي چې د ژمي په را رسېدو په افغانستان کې کاري فرصتونه ختم شوي، په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو په ایستلو په هیواد کې نفوس هم لس سلنه زیات شوی دی.
ده ویلي چې په ایران او پاکستان کې زیاتو کډوالو کار کاوه او افغانستان ته به یې پیسې لېږلې.
د خوړو د نړیوال پروګرام د مسوول په وینا، «دا پیسې د افغانستان لپاره د ژغورنې یوه لار وه».
رویټرز همدا راز له یو شمېر هغو کورنیو سره هم مرکې کړې دې چي له ایرانه او پاکستانه ایستل شوې دي.
د یوې کورنۍ سرپرست ویلي چې دوی یوې داسې نکتې ته رسېدلي چې په «مرګ» راضي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دا کورنۍ تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي او په ورځ کې یې خوراک یوازې وچه وډۍ او چای دي.
د رویټرز له راپور سره سم، د خوړو نړیوال پروګرام یو شمېر اړمنو ته مرستې وېشي، خو د نړیوالو مرستو د کمښت له امله دا بنسټ نه شي کولای له ټولو اړمنو سره مرسته وکړي.
ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې چې د روان میلادي کال پر مهال به په افغانستان کې ۱۷ میلیون وګړي له سختې لوږې سره مخ شي او بشرپالو مرستو ته به اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر دې افرادو ته د رسیدنې لپاره د ۱.۷۲ میلیارد ډالریزې بودجې غوښتنه کړې.
نړیوالو مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی چې له ایران څخه د ۲.۵ میلیون کډوالو په ایستلو او د نړیوالو مرستو په کمېدو سره په افغانستان کې کړکېچ سخت شوی او لوږه زیاته شوې.
