د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندل غوښتي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له هیوادونو غوښتي چې «د مخنیوي په نوې معاهده او د بشریت پر خلاف جنایاتو» کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني او د حقوقي نوم په ورکولو سره د افغانستان د ښځو له ژوندي واقعیت سره خپل پیوستون وښيي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو اعلامیه چې پرون (دوشنبه، ۲۹ د مرغومي) خپره شوې، راغلي: «موږ له غړو دولتونو غواړو چې د افغانستان د ښځو، ایل جي بي ټي کيو ټولنې او نورو فعالانو غږ واوري او په دې نوې معاهده کې د جنسیتي اپارتاید جرم ځای پر ځای کړي.»

دوی ویلي چې دولتونه باید د بشریت پر خلاف د جنایت په توګه د «جنسیتي اپارتاید» د تدوین ملاتړ وکړي او په ټوله معاهده کې له جنسیت سره تړلي حساس مقررات مراعات کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو همدا راز غوښتنه کړې چې کوم هیوادونه په لنډ مهال کې د دې معاهدې په اړه خبرې کوي، د افغانستان ښځې او د جنسیتي عدالت فعالان باید ګډون پکې وکړي.

دوی ویلي: «د دې لپاره چې د بشریت پر خلاف د جنایاتو د مخینوي او مجازات معاهده د عدالت لپاره په یوه بدلون راوستونکي ابزار بدل شي، په تشیال کې باید جوړه نه شي بلکې مشروعیت یې په دې پسې تړلی چې ایا د هغو کسانو د معنادار ګډون امکان برابروي چې په خپله تر همدې جنایاتو لاندې چې دا معاهده یې مخه نیسي، ژوند کوي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي: «له همدې امله باید دولتونه د افغانستان له ښځو او نجونو او نورو هغو افرادو سره چې د جنسیت له امله په نښه شوي، خپل پیوستون وښیي او د هغوی د واقعي ګډون د تضمین او په افغانستان کې شته واقعیتونو ته د پاملرنې له لارې اقدام وکړي.»

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، په مدني ټولنه کې د افغانستان د ښځو غږ یوازې شاهدي نه ده؛ بلکې دوی باوري سرچینې او د هغه ستم اصلي کارپوهانې دي چې تجربه کوي یې.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې نن ورځ کوم جنایات پېښېږي، د هغو واقعیتونو د ځواب ویلو په موخه د رامنځ ته کېدونکو نړیوال حقوقو د تکامل لپاره د دوی ګډون ډېر مهم دی.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د افغانستان ښځې او نجونې د زده کړې له حق څخه بې برخې کړې دي او په ټولنه کې یې د هغوی پر حضور پراخ بندیزونه لګولي دي. د افغانستان ښځې د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» بولي او غوښتنه کوي چې په نړیوالو قوانینو کې جرم وګڼل شي او د نړۍ هیوادونه جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه