اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د زدهکړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ملي او نړیوالو بنسټونو د همکارۍ له لارې په افغانستان کې د زدهکړو په برخه کې پانګونې ته دوام ورکوي.
دې استازولۍ نن (شنبه، ۴ د سلواغې) په یوې خپره کړې اعلامیه ویلي، چې باکیفیته او ټولشموله زدهکړو ته د هر ماشوم د لاسرسي د تضمین په موخه خپله ژمنه یو ځل بیا تازه کوي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ په افغانستان کې د زدهکړو په برخه کې خپلو مرستو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې له دې جملې څخه یې ۲۵ میلیونه یورو د یونیسف له لارې د دولتي ښوونځیو د خوندي ساتلو او د مناسب ښوونیز چاپېریال د رامنځته کولو لپاره لګولي، چې پکې د ښوونکو ساتنه، د روغتیايي خدمتونو ښهوالی او د ښوونیزو سیستمونو ساتنه هم شامل دي.
دې استازولۍ زیاته کړې، چې دوی د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د افغانستان د ښوونځیو د تغذیې پروګرام ته شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
د دې استازولۍ په وینا، چې شپږ میلیونه نورې یورو یې هم په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ته ورکړي، تر څو خوندي، د جنسیت له پلوه برابر او باکیفیته زدهکړو ته لاسرسی پراخ کړي، چې تمرکز یې له خطر سره مخ ماشومانو دی؛ چې په هغو کې له زدهکړو پاتې ماشومان، نجونې او معلولیت لرونکي ماشومان شامل دي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ همدارنګه څرګنده کړې، چې دوی په افغانستان کې یونسکو ته ۴.۷ میلیون یورو ورکړي، ترڅو اوه زره ۵۰۰ لویانو او ځوانانو ته د سواد او مسلکي مهارتونو روزنه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ټول افغانستان کې میلیونونه نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو محرومې کړې دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دې بندیز له ۲.۲ میلیونه څخه ډیرې ځوانې نجونې یوازې د منځنیو زده کړو څخه محرومې کړې دي.
