اطلاعات روز: د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د «طالبانو د محکمو د جزايي اصولنامې» د تصویب په غبرګون کې وایي، چې دا اصولنامه «په افغانستان کې د سیستماتیک تبعیض او استبداد د بنسټیز کولو لپاره د طالبانو د دوه برابره هڅو څرګندونه کوي».
دې حزب تېره شپه (شنبه، ۴ د سلواغې) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا اصولنامه «په حقیقت کې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د لا زیات تبعیض او ظلم د پراختیا اصولنامه ده».
د جمعیت ګوند په اعلامیه کې راغلي: «د دې اصولنامې له مخې، واکمنان د خپلو کړنو له امله مسوول نه دي، او قضايي سیسټم د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او طبقاتي حالت پر بنسټ تنظیم شوی، او یوازې عام خلک د سزا وړ ګڼل کېږي.»
دې حزب زیاته کړې، چې طالبانو په خپله نوې اصولنامه کې هم د تل په څیر له دین او اسلامي شریعت سره اړیکه ورکړې او هڅه یې کړې چې د دین تر نامه لاندې یې توجیه کړي؛ حال دا چې اسلامي شریعت، «چې د عدالت، انساني کرامت او د مومنانو تر منځ د خپلو کړنو په اړه د محکمې پر وړاندې د برابرې ځوابویینې پر ټینګار ډک دی، له داسې طریقې څخه په څرګند ډول بیزاري څرګندوي».
د افغانستان د جمعیت ګوند د طالبانو د محکمو جزايي اصولنامه «ښکاره انحراف» بللی او دا یې د «طالبانو له لوري د شریعت او فقه د بدنامولو هڅه» ګڼلې ده، او له علماوو یې غوښتي چې «د یادې ډلې د دې انحرافي اصولنامې پر وړاندې د اسلامي شریعت او فقیې روښانه دریځ د خلکو او مسلمانانو لپاره بیان کړي، تر څو د افغانستان د دیندارو خلکو د دین او فرهنګ د لا ډېر زیانمنېدو مخه ونیول شي».
د جمعیت ګوند د اعلامیې له مخې، «هغه څه چې نن په افغانستان کې د طالبانو د نامشروع او غاصبانه واکمنۍ تر سیوري لاندې عملي کېږي، اسلامي حکم نه دی، بلکې د دین تر پوښښ لاندې استبداد او له دین څخه انحرافي، انتخابي او سلطهګرایانه ګټهاخیستنه ده، چې له شریعت او فقهې سره په ټکر کې دي او د اسلامي حقوقي نظام بنسټیز اصول تر پښو لاندې کوي».
