د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او سراج الدین حقاني سره کتلي او خبرې یې کړي

اطلاعات روز: په سوله او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډي‌کارلو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني سره کتلي او خبرې یې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، ۵ د سلواغې) په یوې اعلامیه کې ویلي، په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل، مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، پر خصوصي سکټور د شته محدودیتونو د لېرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې شوې دي.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، سراج الدین حقاني ویلي: «د مخدره موادو کرکيلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره شوي چې له امله یې مثبتې پایلې لرلې دي.»

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو دغه راز د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د «رغنده تعامل» او د واقعي شرایطو په رڼا کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او څرګنده شوه چې متقابل درناوی او واقعي همکاري کولای شي چې د باور فضا لا پیاوړې کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې «د ملګرو ملتونو پلاوي د امنیتي وضعیت او د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې د پرمختګونو ستاینه وکړه او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړ».

یاد وزارت زیاته کړې، چې ياد پلاوي د دوامدار تعامل پر ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان په اړه د دوحې درېيمه ناسته به د طالبانو په کوربتوب په کابل کې ترسره شي.

په سوله او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کتلي او خبرې یې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) تر اوسه د دې سفر په اړه څرګندونې نه دي کړي او نه یې خپله اجنډا اعلان کړې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه