اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یو کس خپل ورور چې طالب سرتیری و، په ډزو وژلی دی.
د سیمې اوسېدونکی حضرت محمد وايي، چې دا پیښه تېره ورځ (شنبه، ۴ د سلواغې) د غني خېلو ولسوالۍ اړوند «٢٥ مې ویالې» سیمه کې رامنځته شوې او پر مهال یې د بوستان په نوم کس خپل ورور عبدالوهاب په ډزو وژلی دی.
سرچینه وايي، وژل شوي کس په طالبانو کې نظامي دنده درلوده او د خپل ورور له خوا د کورني تاوتریخوالي پر مهال وژل شوی.
هغه زیاتوي چې وژل شوی کس اولادونه هم لري چې تازه له دندې کور ته راستون شوی و. خو قاتل له سیمې تښتېدلی دی.
ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې مهال ده، چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي له امله ورته پېښې رامنځته شوي چې پر مهال یې ځینې کسان وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.
