د نورستان د مرکز پارون په اېشټېوي سیمه کې د ځايي خلکو د قومي تړون له مخې هغوی چې نصوار، سېګرټ، چرس او یا هم نور نشه يي توکي وکاروي نغدي جریمه او زنداني کېږي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، پر لومړي او دویم ځل د نشه يي توکو پر کارولو نغدي جریمه او پر تکرار یې نشه کوونکی کس پر حبس محکوم او خلک ورسره د خپلوۍ اړیکه هم پرې کوي.
دوی زیاتوي، چې له دغې پرېکړې وروسته ډېری ځوانان او د پاخه عمر کسان د نشه يي توکو له کارولو لاس په سر شوي او پر ټولنه یې مثبت اغېز کړی.
حامد چې د نورستان د مرکز پارون «اېشټېوي» سیمې اوسېدونکی دی وايي، څو ځل یې د قومي تړې ضد سېګرټ څکلی چې له همدې امله څو ځل نغدي جریمه شوی دی.
نوموړی وايي، د سېګرټو د استعمال له امله یې نوم تر دې کچې بد شوی و، چې چا ورسره د وینې رشته هم نه کوله او ورځ تر بلې ترې د خلکو کرکه زیاتېدله.
دی زیاتوي، چې اوس یې د سېګرټو له کارولو لاس اخېستی او په کلي کې يې په خپله خوښه کوژده کړې ده.
حامد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زه خبر وم چې په سېګرټو، نصوارو او نورو نشه يي توکو بندیز لګېدلی او استعمالوونکي یې نغدي جریمه او بندي کېږي، خو ما بیا هم دا عمل تکرار کړی و، دوه ځلې نغدي جریمه شوی یم، بیا مې ترې لاس واخېست، اوس مې په خپله خوښه کوژده کړې او راتلوونکي پسرلي ته د خپل واده لپاره پر چمتووالي بوخت یم.»

د اېشټېوي سیمې یو شمېر ځوانان وايي، نه یوازې دا چې د سېګرټو، نصوارو او نورو نشه يي توکو له کارونکو سره څوک د وینې رشته نه جوړوي؛ بلکې څوک ورسره ملګرتیا هم نه پالي.
د دوی په خبره، که څوک له نغدي جریمې او حبس وروسته هم نشه يي توکي وکاروي، نو زیات احتمال شته چې له دغه کلي خپل کور نورو سیمو ته ولېږدوي.
د اېشټېوي سیمې بل اوسېدونکی عزیز خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرکې وویل: «دلته چې څوک نصوار، سېګرټ او نور نشه يي مواد استعمال کړي، نه ورسره څوک ملګرتیا کوي او نه هم ورسره څوک خور او لور ورکوي. که کوم چا دا کار په تکراري ډول کاوه، نو بیا قومي مشران او ولسي تړه یې اړ باسي چې خپل کور له دې سیمې بلې سیمې ته انتقال کړي، ځکه له ولسي تړې سرغړونکي ته په دې کلې کې د اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي.»
د یادې سیمې قومي مخور وايي، له ۴۰ کالو راهیسې یې د قومي تړې له مخې د نصوارو، سېګرټو او نورو نشه يي توکو پر کارونې بندیز لګولی دی.
دوی وايي، په دې موده کې یې سلګونه کسان چې بېلابېل ډوله نشه يي توکي کارول نغدي جریمه او زنداني کړي چې دې چارې د ټولنې پر نورو وګړو مثبت اغېز کړی دی.
د نورستان مرکز پارون د اېشټېوي سیمې قومي مخور جمال شاه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «څلوېښت کاله کېږي چې مونږ په اېشټېوي کې د هر ډول نشه يي توکو پر کارونې بندیز لګولی، که چا له دې ولسي تړې سرغړونه وکړه، یعنې په مسلسل ډول یې استعمال کړل نغدي جریمه ترې هم اخېستل کېږي او بندي کېږي هم. دې پرېکړې د ټولنې پر وګړو او ځوانانو مثبت اغېز کړی او د ولسي تړې له وېرې یې څوک نه استعمالوي.»

په همدې حال کې نورستان کې د طالبانو مسوولین د دغې پرېکړې هرکلی کوي او وایي، چې د ولس په ګټه له دا ډول ولسي تړو ملاتړ او همکاري یې کوي.
د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم د دغه ولایت د نورو سیمو له اوسېدونکو هم غوښتنه کوي چې دې ته ورته ولسي تړې دې پلې کړي.
فریدون صمیم وویل: «د ولسونو له لوري د دغې پرېکړې هرکلی کوو، ډېره ښه پرېکړه یې کړې، که داسې پرېکړې او ولسي تړې په نورو سیمو کې هم وشي، نو پر ټولنې به لا مثبت اغېز وکړي او د ټولنې وګړي به د نشه يي توکو او نورو ناوړه کارونو ډډه وکړي. زما غوښتنه دا ده چې ځوانان دې د نشه يي توکو او نورو ناوړه کارونو پر ځای د هېواد د ابادۍ لپاره خپله انرژي مصرف کړي.»
نورستان د هېواد په ختیځ کې پروت یو له هغو ولایتونو دی چې په هرې ولسوالۍ او هره دره کې یې بېلابېلې قومي تړې تطبیق دي، چې په یو شمېر سیمو کې د واده پر مهال د ناوې کورنۍ د شاوو له هغې د ولور په بدل کې لسګونه څاروي اخلي.
د نورستان خلک وايي، یو شمیر تړې یې په ګټه دي، خو په ټکو یې چې ځینو سختو رواجونو او دودونو په تنګ کړي او نیوکه کوي چې له جمهوریت نیولې د طالبانو تر حکومته ورسره له یادو ملا ماتوونکو رواجونو د ژغورلو په برخه کې هېڅ راز همکاري نه ده شوې، چې له همدې امله د دوی ژوند له جدي ننګونو سره مخ دی.
