په داسې حال کې چې طالبان په هیواد کې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې ادعاوې کوي، په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې د ټابلیټ «K» په نوم د مصنوعي نشهیي موادو استعمال په بېساري ډول زیات شوی او دې وضعیت نه یوازې دغلته د روږدي کېدو کچه لوړه کړې، بلکې د ځوانانو ترمنځ یې د ناڅاپي مړینو او رواني ستونزو اندېښنې هم زیاتې کړې دي. یاد نشهیي مواد دا مهال د ځوانانو په محفلونو، مېلهځایونو او په خصوصي بانډارونو کې په پراخه کچه کارول کېږي او د مخنیوي په برخه کې یې طالب چارواکو کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی.
د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، ټابلیټ کا په اصل کې د اکسټاسي (Ecstasy) ګولیو یو بل نوم دی چې کیمیاوي نوم یې (MDMA) دی او دا یو ډول مصنوعي نشه ده، چې په غیر قانوني لابراتوارونو کې جوړېږي، خو په کندهار کې د دغو ګولیو ترکیب اوس د پخوا په پرتله ډېر خطرناک شوی، ځکه په لاسي ډول جوړېدونکو ګولیو کې د کریسټال (Methamphetamine)، هیرویینو او حتا د حشره وژونکو درملو د ګډولو راپورونه ورکړل شوي، تر څو نشه یې تېزه او لګښت یې کم شي او دغه خطرناک ترکیب د ځوانانو روغتیا او ژوند ته جدي ګواښ بلل کېږي.
د کندهار یو شمیر اوسیدونکي وایي، د دغو ګولیو ارزانه بیې، اسانه لاسرسی او د قانوني نظارت نشتون د دې لامل شوي چې په لنډ وخت کې زرګونه ځوانان ورسره اشنا او یو شمېر یې پرې روږدي شي.
د حمیدالله په نوم یو تن ځوان چې له نږدې یې دا وضعیت لیدلی په دې اړه وویل: «نشې اوس د ځوانانو لپاره په یو ډول فېشن بدلې شوې دي، دا ګولۍ په هر مجلس کې پیدا کېږي او ځوانان فکر کوي چې یوه عامه او بې ضرره نشه ده، خو د دې ګولیو په مرګونو پایلو باندې هیڅ معلومات نه لري.»
د احسان الله په نوم یو بل کندهاری ځوان وایي، چې دا مهال په کندهار ښار کې یادې ګولۍ په ډېرې اسانۍ سره موندل کېږي او په هر مجلس کې یې ځوانان کاروي.
هغه په خپلو خبرو کې اطلاعات روز ته وویل: «په اوس وخت کې د ځوانانو لپاره د ټابلیټ کا ګولۍ ډیرې عامې شوي، په هر مجلس د یو ځوان سره حتما وي چې نور ځوانان ورته هڅوي او قیمت یې هم ډیر ټیټ دی چې د سګرټو په قیمت اوس موندل کېږي.»
هغه زیاتوي، که څه هم طالبان د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې ادعا کوي، خو د ده په وینا تر اوسه د دغو ګولیو د پلور د مخنیوي لپاره کوم جدي او عملي اقدام نه دی شوی.
د معلوماتو له مخې، دا مهال د کندهار په بازارونو کې د ټابلیټ کا درې بېلابېلې بڼې موندل کېږي. لومړی ډول یې هغه درمل دي چې په اصل کې د اعصابو او رواني ناروغیو د درملنې لپاره د ډاکټر په نسخه کارول کېږي، لکه Diazepam، Sertraline او ورته نور ارامبخښونکي درمل، خو اوس د ځوانانو ترمنځ د نشې لپاره په خپلسري ډول کارول کېږي. دویم ډول هغه ټابلیټ کا ګولۍ دي چې د هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو په ځینو سیمو کې تولیدېږي او د معلوماتو له مخې په ترکیب کې یې د کریسټال (Methamphetamine) په ګډون قوي نشهیي مواد کارول شوي او له ۳۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو پورې د کندهار په بازارونو کې پلورل کېږي. درېیم ډول یې وارداتي ټابلیټ کا ګولۍ دي چې بیې یې تر ۳۰ ډالرو او آن له دې هم لوړې دي او روغتیايي سرچینې یې اغېزې ډېرې شدیدې او د انسان روغتیا ته خطرناکې ګڼي.
د کندهار ښار د میرویس مینې اوسېدونکي خالداحمد هوتک د دې ګولیو د پلور په اړه وویل: «متاسفانه چې دا ګولۍ اوس هر څوک ډیر اسانه پیدا کولای شي، په دې اړه طالبان هیڅ کنټرول نه لري د کندهار ښار په ځینو سوپرمارکېټونو، رسټورانټونو او حتا یو شمیر ټکسيچلوونکي د همدې ګولیو د پلور کاروبار کوي.»

په ورته مهال یو شمیر هغه ځوانان چې د دغو ګولیو تجربه یې کړې، وایي چې د دې ګولیو نشه ډیره خطرناکه او ان د مرګ په بیه تمامیږي.
ندامحمد حلیمي، چې د کندهار ښار په عېنو مېنه کې ژوند کوي، د خپلې یوې ترخې تجربې په یادولو سره وایي، چې ملګرو یې د چای په ترموز کې ټابلیټ کا اچولې وه، چې تر کارونې وروسته یې دی او ملګري یې د مرګ تر پولې رسولي وو.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «موږ دوه شپې پرلهپسې بېخوبي، یخني او سخت وحشت تجربه کړ، که دا وضعیت کنټرول نه شي د کندهار راتلونکی نسل به یو روږدی او ناروغ نسل وي ځکه چې اوس لاسرسی ورته خورا اسانه دی.»
د صالحمحمد په نوم د کندهار ښار یو بل ځوان وایي، د دغو ګولیو ټیټه بیه هم د دې لامل شوې چې ډېر ځوانان یې په مجلسونو کې وکاروي.
هغه اطلاعات روز ته وویل: «د دې ګولیو یو وخت قیمت پنځوس ډالره و، اوس یې یو ډول لاسي جوړیږي چې ډیرې ارزانه او د سګریټ په قیمت پیدا کېږي په همدې خاطر ډیرې خرڅیږي، کشران فکر کوي چې دا یوازې د ساعت تېری لپاره دي، خو نه پوهېږي چې پایلې یې څومره خطرناکې دي.»
دغه راز په کندهار کې روغتیایي متخصصین هم دې وضعیت سخت اندېښمن کړي او وایي، چې په دې وروستیو کې دغلته د نشو له کبله په ځوانانو کې د زړه حملې او نورې ناروغۍ په بیسارې ډول زیاتې شوي دي.
د کندهار په میرویس نیکه روغتون کې یو تن ډاکټر عصمتالله کوچي په دې اړه وویل: «موږ داسې ځوانان وینو چې عمرونه یې تر ۳۰ کلونو کم دي، خو د زړه د حملې له امله روغتون ته راوړل کېږي. د دغو پېښو یوه مهمه وجه د نشهیي ګولیو په ځانګړي ډول د ټابلیټ کا استعمال دی، ځکه چې د زړه د حملو فیصدي په هغو ځوانانو کې چې عمرونه یې تر ۴۵ کالو کم وي نهایت کمه ده، خو اوس چې اکثره وخت د زړه ناروغان راځي تعجب واخلو چې د دومره کم عمر ځوانانو باندې دا حملې سنګه ممکنه دي، چې له بده مرغه په دې ورستیو کې د زړه د حملو مړینه هم ورسره زیاته شوې ده.»
هغه ټینګار کوي، چې د نشهیي توکو په هر ډول استعمال باید جدي وڅارل شي.
نوموړی د خپلو خبرو په دوام وایي: «که د دې ګولیو استعمال همداسې زیاتېږي، نو نه یوازې به د ځوانانو د مړیني کچه لوړه شي، بلکې ټولنه به له یوه لوی روغتیايي بحران سره مخ شي.»
په کندهار کې مدني فعال بیا وایي، چې په دې ولایت کې د ټابلیټ کا پلور په یوه لوی تجارت بدل شوی او ادعا کوي چې په دې برخه کې طالب مسوولین مستقیم لاس لري.
د فرید احمد (مستعار) په نوم یو تن مدني فعال زیاتوي: «دا یوازې د څو کسانو کار نه دی، بلکې منظمه شبکه لري، زموږ معلومات ښيي چې د ځینو حوزو طالب مسوولین هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دې کاروبار کې ښکیل دي. که د قانون پلي کوونکي خپله د دې کاروبار برخه ولري، نو د مخنیوي تمه څنګه کېدای شي، هره ورځ په رسنیو کې اورو چې په زرګونه ګولۍ نیول شوي، خو بیا هم همدا نیول شوې ګولۍ بیرته تر خلکو پورې رسیږي چې ډاډه ویلای شو چې د حوزو مسوولین په دغه کاروبار کې شکیل دي او په دې اړه باید جدي تحقیق وشي.»
روغتیايي کارکوونکي او مدني فعالان ټینګار کوي، چې طالبان باید د نشهیي ګولیو د تولید، قاچاق او پلور پر وړاندې جدي او شفاف اقدام وکړي او پر وخت دا ستونزه مهار کړي.
د کندهار اوسېدونکي اندېښنه لري چې که د ټابلیټ کا ګولیو پلور همداسې دوام وکړي، نو زرګونه ځوانان به پرې روږدي شي او په وینا یې چې دا به نه یوازې د روغتیا بحران رامنځته کړي، بلکې کورنۍ، ټولنه او راتلونکی نسل به له جدي ستونزو سره مخ کړي.
