نورستان کې د غر ښوېیدنې په پیښه کې د یوې کورنۍ پنځه کسه مړه او ټپیان شوي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو مسوولین وایي، د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې پر یو استوګنیز کور غر ښویېدلی چې له امله یې دوې نجونې او یو هلک مړ، یو بل ماشوم او یوه ښځه ټپیان شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وايي، دا پېښه نن (چهارشنبه، ۱ د سلواغې) سهار مهال د منډول ولسوالۍ په «قریش زاده» سیمه کې رامنځته شوې.

صمیم زیاتوي، مړو شویو نجونو شاوخوا لس-لس کاله عمرونه درلودل او په خبره یې د غره د ټکان له امله یاد استوګنیز کور په بشپړ ډول نړېدلی دی.

دی زیاتوي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د نورستان په ګڼو برخو کې د غره ښويېدنې له امله استوګنیز کورونه نړېدلي چې له امله ځایي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه