د ایران سپاه پاسداران وایي، د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د سوریې د «التنف» په سیمه کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ پر مرکز برید کړی دی.
سپاه پاسداران نن (جمعه، د سرطان ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه برید کې د امریکا یو راداري سیستم او د ځانګړو عملیاتو څو چورلکې له منځه وړل شوې دي.
سپاه همدارنګه ادعا کړې، چې په دې برید کې ګڼ شمېر امریکايي ځواکونه هم وژل شوي دي.
د سوریې حکومت او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم سوریه د امریکا د پوځي اډو کوربه هېواد هم دی، خو د بشار اسد تر واکمنۍ وروسته او د احمد الشرع د موقت ولسمشر په توګه له واک ته رسېدو راهیسې، ایران یوازې تېر کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د سوریې په خاوره کې د التنف او الشدادي پر اډو بریدونه کړي وو.
د روانې جګړې پر مهال د امریکا پر ضد د ایران ډېری بریدونه په بحرین، کوېټ، قطر او متحده عربي اماراتو کې پر امریکايي اډو متمرکز وو.
سپاه پاسداران په خپله تازه خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې د هرمز تنګي «بشپړ کنټرول» لا هم د ایران په لاس کې دی او «تر هغه چې د امریکا شرارتونه او لاسوهنې دوام ولري، له دې سیمې به د تېلو او ګازو یو څاڅکی هم صادر نه شي.»
