د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) خبر ورکړی، چې د امریکا پوځ پر ملکي بنسټیزو تاسیساتو بریدونه پیل کړي او نن سهار (جمعه، د سرطان ۲۶مه) یې د هرمزګان ولایت په یوه پل او د اورګاډي پر پټلۍ برید کړی دی.
ایرنا لیکلي، چې د هرمزګان په «خمیربندر» ته پر غځېدلې لارې د «کهورستان» پر پل د برید له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو هم دا پېښه تایید کړې ده.
د راپور له مخې، نن سهار د بندرعباس د اورګاډي د پټلۍ څلورلارې هم تر برید لاندې راغلې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې خبرداری ورکړی و، که ایران د خبرو مېز ته بېرته ستون نه شي، د دغه هېواد پلونه او د برېښنا تولیدوونکې فابریکې به په نښه شي.
تېره شپه د شپږمې پرلهپسې شپې لپاره د امریکا بریدونو پر ایران دوام درلود او ایران هم په ځواب کې د بحرین د الصخیر په سیمه کې پر امریکايي پوځي اډه برید کړی دی.
