اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په منورې ولسوالۍ کې یو ځوان د سیند اوبو ډوب او مړ شوی دی.
سرچینه وایي، دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، ٢٥ د چنګاښ) مازدیګر ناوخته د منورې ولسوالۍ په «زاړه پل» کې را منځته شوې.
سرچینې ویلي، دې ځوان د سختې ګرمۍ له امله د سیند په اوبو کې لامبل چې اوبو له ځان سره وړی دی.
د سرچینې په وینا تر اوسه په سیند کې د ډوب شوي ځوان جسد نه دی موندل شوی؛ خو د ولسي خلکو له لوري یې د موندلو هڅې روانې دي.
تر اوسه د دې پېښې په تړاو کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د اوړي په موسم کې کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې لسګونه کسان د سیند په اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب او مړه شوي دي.
