اطلاعات روز: د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې له ۱۰۷۰ اړمنو کروندګرو سره د جوارو او ماشو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته شوې ده.
یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مرسته د خوړو او کرهڼي نړیوال سازمان (F.A.O) په مالي ملاتړ په کندهار ښار او ډنډ، ارغنداب، لوړ شاولیکوټ، ژړۍ، خاکرېز، غورک، لوړ میوند، ارغستان، نېش او میانشین ولسوالیو کې د کوکنارو بدیل کښت موندلو او د کروندګرو عاید لوړولو په موخه شوې ده.
له دې وړاندې هم په کندهار او بېلابېلو ولایتونو کې د کوکنارو بدیل کښت موندلو په موخه له کروندګرو سره د اصلاحشویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته شوې وه.
