د خوست روغتیایي مسوولان په دغه ولایت کې د روږدو درملنې په موخه د ۸۰ بستریزه روغتون د جوړېدو خبر ورکوي.
خوست لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رئیس مولوي اختر محمد عکرمه تېره ورځ (پنجشنبه، ۲۵ دچنګاښ) د یاد روغتون د پرانېستې پرمهال ویلي، دا روغتون د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ د شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د روږدو درملنې په موخه جوړ شوی دی.
د هغه په وینا، په یاد روغتون کې ټولې هغه څانګې فعالې دي چې د روږدو درملنې په یو روغتون کې ورته اړتیا لیدل کېږي.
د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ دغه ودانۍ د ودانیزو معیارونو او روغتیايي ستنډرډونو له مخې جوړه شوې او هدف یې د روږدو ناروغانو لپاره د خوندي، مناسب او معیاري چاپېریال برابرول دي.
