راپورونه ښيي چې د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له کنټروله وتلې او د «سپاهیان میهن» په نوم د نوې جوړې شوې جبهې ځواکونو نیولې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي، چې د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ د طالبانو د بیرغ پر ځای یو آبي رنګه بیرغ رپېږي. په ویډیوګانو کې د نښتو او ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د «سپاهیان میهن» جبهې غړو نن سهار (جمعه، ۲۶ دچنګاښ) په ناڅاپي برید کې د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ، د طالبانو د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو پر مرکز برید وکړ، د څو ساعتونو لپاره یې د ولسوالۍ مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوست او وروسته یې د طالبانو یو شمېر وسلې له ځان سره یوړې.
یوې سرچینې د اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې د «سپاهیان میهن» جبهې غړي اوس هم له طالبانو سره په نښته بوخت دي.
د سرچینې په وینا، د دې جبهې مشري عبدالقیوم ملنګ کوي، چې ویل کېږي د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو غړی و.
د «سپاهیان میهن» جبهې په اړه نور معلومات تر اوسه نه دي خپاره شوي، او دا د طالبانو پر ضد د دې جبهې لومړنی پوځي برید بلل کېږي.
د بدخشان د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
که دغه راپورونه سم وي، نو دا به په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل وي چې یوه ولسوالۍ د طالبانو له ولکې ووځي.
طالبان د خپل حکومت پر ضد د وسلهوال مخالفت شتون ردوي، خو بېلابېلې وسله والې جبهې کله نا کله د طالبانو پر ځواکونو د چریکي بریدونو ادعاوې کوي.
