د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، احسانالله کامګار، د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز شوی برید تایید کړی دی.
طلوع نیوز د کامګار یو غږیز پيغام خپور کړی او ویلي، چې د برید ترسره کوونکي «غیرمسؤل کسان» وو.
د کامګار په وینا، دا برید هغه مهال شوی چې د طالبانو سیمه ییز چارواکي د جمعې د رخصتۍ لپاره خپلو کورونو ته تللي وو.
د هغه په وینا، کله چې د طالبانو ځواکونه سیمې ته ورسېدل، وسلهوال له سیمې وتښتېدل.
نن سهار راپورونه خپاره شول چې د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له کنټروله وتلې او د «سپاهیان میهن» په نوم د نوې جوړې شوې جبهې ځواکونو نیولې وه.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي، چې د یفتل پایین ولسوالۍ د ودانۍ پر سر د طالبانو د بیرغ پر ځای یو آبي رنګ بیرغ رپېږي. په ویډیوګانو کې د نښتې او ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
په سیمه کې یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې د «سپاهیان میهن» جبهې وسله والو د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز نیولی او اوس هم له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
د «سپاهیان میهن» جبهې په نوم یوې فېسبوک پاڼې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې جبهې غړو تېره شپه په هم مهاله توګه د بدخشان پر درېیو نورو ولسوالیو هم بریدونه کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې بریدونه د شپې شاوخوا دوه بجې د بدخشان ولایت د کشم، یاوان–راغ او یفتل پایین ولسوالیو پر مرکزونو شوي.
اعلامیه زیاتوي چې د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز د برید پر مهال د دې جبهې غړو د طالبانو یو شمېر غړي ژوندي نیولي او د هغوی جګړهییز تجهیزات یې هم له ځان سره وړي دي.
بل لور ته د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې د دې برید په تړاو اووه کسان نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې چې ځواکونه به یې د نورو بریدګرو د موندلو او نیولو هڅې روانې وساتي.
دا په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل دی چې د طالبانو مخالفو وسله والو د یوې ولسوالۍ اداره، که څه هم د لنډ وخت لپاره وه، خو تر خپل کنټرول لاندې راولي.
طالبان د خپل حکومت پر ضد هر ډول وسلهوال مخالفت ردوي، خو بېلابېلې مخالفې جبهې وخت ناوخت د طالبانو پر ځواکونو د چریکي بریدونو د ترسره کېدو ادعا کوي.
