د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې شورا د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، د دغه سازمان مشري له قرغیزستان څخه پاکستان ته وسپارل شوه.
د دغه سازمان د سرمشریزې د مشرانو په وروستۍ اعلامیه کې چې نن (سېشنبه، ۱۰ د وږي) خپره شوې، راغلي چې د سازمان راتلونکې سرمشریزه به په ۲۰۲۷ کال کې په پاکستان کې جوړه شي.
د سازمان مشرانو د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کلونو لپاره د قرغیزستان د ولسمشرۍ فعالیتونه ارزښتناک بللي او ویلي یې دي چې د قرغیزستان دغه دوره، چې د «د شانګهای د همکاریو سازمان ۲۵ کاله؛ د سولې، پرمختګ او تلپاتې هوساینې لپاره په ګډه» تر شعار لاندې پیل شوې وه، د سازمان د اعتبار، بنسټیز ظرفیت او په بېلابېلو برخو کې د عملي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول درلود.
د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د دې ترڅنګ چې د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کلونو لپاره یې د دغه سازمان مشري پاکستان ته وسپارله، د پاکستان لاهور ښار یې هم د همدې دوو کلونو لپاره د «شانګهای د همکاریو سازمان فرهنګي پلازمېنه» اعلان کړ.
پاکستان له افغانستان سره هممهاله په ۲۰۰۵ کال کې د شانګهای د همکاریو سازمان د څارونکي غړی شو، خو په ۲۰۱۷ کال کې د دغه سازمان بشپړ غړی شو او اوس یې مشري پر غاړه اخیستې ده؛ په داسې حال کې چې په دغه سازمان کې د افغانستان رول کمرنګ شوی او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې هېواد هېڅ استازی د سازمان په غونډو کې نه دی حاضر شوی.
