د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د بشکیک په غونډه کې په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د ټولنې د ټولو سیاسي او قومي ډلو د استازو په پراخ ګډون د یوه ټولشموله حکومت جوړول په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات ته د رسېدو یوازینۍ لار ده.
هغوی په هغې اعلامیه کې چې نن (سېشنبه، ۱۰ د وږي) خپره شوې، یو ځل بیا پر دې ژمنه ټینګار کړی چې داسې خپلواک، بېطرفه او سولهییز افغانستان رامنځته شي چې له ترهګرۍ، جګړې او نشهيي توکو پاک وي.
د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو مشرانو همداراز په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو د ملاتړ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې شورا غونډه د دغه سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت پرون د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې پیل شوې وه او نن د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره پای ته ورسېده.
د دې غونډې پر مهال د افغانستان وضعیت هم د غړو هېوادونو د مشرانو د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه و او ډېرو ویناوالو د افغانستان پر مسایلو، په ځانګړي ډول د امنیتي وضعیت او بشري حقونو، خبرې وکړې.
افغانستان له ۲۰۰۵ کال راهیسې د شانګهای د همکاریو سازمان د څارونکي غړي په توګه فعالیت کوي، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه سازمان په غونډو کې د افغانستان هېڅ استازی نه بلل کېږي.
