هلمند کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله یو کس په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، دغه پېښه (سه شنبه، ۱۰ د وږي) د نوزاد ولسوالۍ اړوند د «ولي محمد خان کاریز» د سوختي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې نښته د دواړو کورنیو ترمنځ د پخوانۍ دښمنۍ له امله شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، طالبانو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او د یادې پېښې په تړاو یې یو شمېر کسان نیولي دي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر دې دمخه هم د کورني تاوتریخوالي له امله دا ډول پېښې شوي دي چې پکې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
